Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار اوسېدونکي: د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې دې بشپړې شي

د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تيتسو ناکامورا له وژل کېدو څلور کاله وروسته لا هم يو شمېر ننګرهار مېشتي د هغه د خدماتو ستاينه او درناوې کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې نيمګړې پروژې يې بشپړې کړي.

فريدالله عاطف چې درې کاله د ناکامورا همکار پاتې شوی، وايي هغه د ښه او اغېزناک کار په برخه کې د ډېرو لپاره يوه بې سارې الګو وه او تل يې د انسانيت د خدمت لپاره هلې ځلې کولې.

فريدالله عاطف طلوع نیوز ته وویل: « له افغانانو سره یې په انسانیت کې ځانګړې مینه لرله او د هغه د خوښې وړ بحث د کنړ سیند وه، او هغه ډېرې خبرې هم نه کولې بلکې ډېر کار یې کاوه.» 

په همدې حال يو شمېر ننګرهار میشتی وايي، له کونړ سيند څخه بشپړه ګټه اخيستل د ناکامورا تر ټولو ستره هيله وه او په دې برخه کې يې يو شمېر پروژې بشپړې کړې هم دي.

په ننګرهای کې یو ټولنیز فعال، شاهد الله حکاک وویل: « پر اوسني حکومت غږ کوم چې د ناکامورا هم فکره کسانو او یا د هغه د کورنۍ غړو ته زمینه برابره کړي تر څو راشي او د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.»

د ننګرهار اوسېدونکي، شاهد محمود مياخېل هم وویل: « د مروارید کانال او په کامې او خېوې ولسوالۍ کې د هغه کارونه اوس هم زرګونه افغانانو ته ګټه رسوي.»

بل خوا د ننګرهار ولايتي مسوولين د دې ولايت د اوسېدونکو لپاره د ډاکټر ناکامورا خدمتونه نه هېرېدونکي بولي او په خبره يې غواړي د هغه د جاپاني همکارانو په مرسته د هغه نيمګړې پروژې راتلونکي زېږدیز کال کې بشپړې کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر، قريشي بدلون په دې اړه وویل: « هیله من یو او تمه مو هم همدغه ده چې دغه پروژه به په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې بشپړه شي.»
 
جاپاني الاصله ډاکټر تيتسو ناکامورا چې د کړو خدماتو له امله د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکړل شوی و، پوره څلور کاله وړاندې د ډيسمبر په څلورمه په جلال آباد ښار کې داسې مهال په نښه او ووژل شو چې په ښېوې ولسوالۍ کې د يوې پروژې ارزونې ته پر لاره و.

د ناکامورا همکاران وایي، هغه د ښه کار په برخه کې د ډېرو لپاره الګو وه او تل یې د انسانیت خدمت کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه