Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چک ولسوالۍ د ذوالقاعدې کلي یوازې یو اوسېدونکی له لیک او لوست سره بلد دی

د بېکسمند دره د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې پرته ده. د دې درې ډېر شمېر کليو کې ښوونځي نشته او اوسېدونکي یې له زده‌کړو محروم پاتې دي.

په دې لړ کې د ذوالقاعدې کلی، چې له شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکو، یوازې محمد داوود بختیار لیک او لوست کولای شي؛ خو کله چې نوموړی په سفر وي، کلیوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

محمد داوود بختيار طلوع‌نیوز ته وویل:«خلک د ځينو موضوع‌ګانو د لیکلو او ویلو لپاره موږ ته مراجعه کوله او ما به په هغې هکله معلومات ورکول، زه اوس د خپل پوهنتون پر درسونو بوخت یم. دغه خلک د زده‌کړې له پلوه ډېر شاته پاتې دي.»      
                   
د سیمې اوسېدونکی محمد ولي وايي:«زموږ په سیمه کې هېڅ ښوونځی نشته او د سیمې هېوادونو هېچا هم زده‌کړې نه‌دي کړي. زموږ په سیمه کې د داوود په نوم یو کس دی چې زده‌کړې یې کړې دي هغه هم اوس پوهنتون ته ځي. موږ زده‌کړو ته ډېره اړتیا لرو.»

د دې درې ځينې نور اوسېدونکي بیا د خپلو ماشومانو ناروښانه برخلیک ته اندېښمن دي، ځکه په خبره یې د زده‌کړو زمینې نه برابرېدو په صورت کې به، دغه ماشومان هم د دوی په څېر نالوستي پاتې شي.
                
د اوسېدونکی سیف الرحمان وايي:«تر لېسې پورې موږ دوه ساعته واټن لرو او کله چې دغه ماشومان دا دومره لار کچ کوي، ورته د درس ویلو وس نه‌پاتې کېږي، ستونزه همدا ده چې موږ له مرکزه لېرې یوو او څوک موږ ته پاملرنه نه‌کوي.»
                      
د ذوالقاعدې کلي بل اوسېدونکی امين ګل هم څرګندوي:«زموږ هیله دا ده، موږ په خپله نالوستي پاتې یوو زه سواد نه‌لرم پلارمې هم سواد نه‌لري دلته باید ښوونځی جوړ شي او په معیاري ډول درس پېل شي.»

خو د میدان وردګو والي بیا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې، محرومو ماشومانو ته د زده‌کړو د زمینې د برابرولو په موخه، د یوه پلاوي د فعالیت د پېل خبر کوي.
               
د ميدان وردګو والي بختيار معاذ طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ هڅه کوو چې د هغوی لپاره ځايي ټولګي جوړ کړو چې د هغوی ستونزې حل شي همدا اوس هم زموږ د پوهنې وزیر لېرې پرتو سیمو ته په سفر کې دی او هلته چې ښوونخي نشته د هغوی لپاره ښوونځي جوړ کړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه