Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندیم: د لوړو زده‌کړو کیفیت لوړولو ته ژمن یو

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د تدرسي روغتون د رغونې د چارو په پرانسیتغونډه کې ویلي چې، اسلامي امارت په هېواد کې د لوړو زده‌کړو د کیفیت لوړولو ته ژمن دی.

ندا محمد نديم وايي د لوړو زده‌کړو د بهير د پیاوړتیا لپاره به اسلامي امارت هېواد کې دننه له خپلي بوديجې د پوهنتون د استادانو د وړتیا لوړونې پروګرام هم پېل کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد نديم وايي:«زموږ هغه ښوونکي چې په هېواد دننه او یا هم له هېواده بهر په دوکتور او یا هم ماسټرۍ بوخت دي، د پیسو ستونزې یې لرلې، چې اوس مهال حل شوي او د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې به دوی ته پیسې ورکړل شي.»

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي رییس نجيب الله رحيمي هم وویل:«دلته چې هر څه چمتو شوي د زده‌کړیالانو لپاره چمتو شوي، که په یوه ښوونکي هم پانګونه کېږي نو دا هم د زده‌کړیال لپاره ده او زه په دې باور یم چې که په یوه استاد په خپله برخه کې پانګونه وشي نو ښه پایله ورکوي.»

خو زده‌کړیالان بيا د عملي زده‌کړو لپاره پوهنتونونو کې د عصري امکاناتو پر زياتوالي تينګار کوي.

د کندهار پوهنتون زده‌کړیال سميع الله په دې اړه څرګندوي:«د دې لپاره چې موږ ښه تجربه ترلاسه کړو نو باید تدریسي روغتون ته ډېر وسایل راوړل شي، اوس مهال تدریسي روغتون ډېر وسایل نه‌لري.»

د کندهار پوهنتون یو بل زده‌کړیال محبت‌الله مسلميار هم زیاتوي:«تجربه لرونکي استادان غواړو، ځکه هغه استادان چې په تېرو دوو کلونو کې ګومارل شوي د استادۍ تجربه یې ډېره کمه ده.»

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د پوهنتونونو د معياري ودانیو د جوړولو په لړ کې د زابل او نيمروز پوهنتونونو لپاره هم د نویو ودانیو د جوړولو چاري پېل شوي، چې د کندهار د طب پوهنځي د تدرسي روغتون د فعالېدو په ګډون پرې ۲۱۸ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه