Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوړ ژمی او هېوادوالو د بې وزلۍ کیسې

د وروستیو ورښتونو له امله د ځینو کسانو په ځانګړې توګه د کروندګرو خوښۍ سر سم، هرات کې ځینې نور اړمن کسان وایي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. 

د دوی په خبره، د بې وزلۍ او وزګارۍ له امله د سون توکو د پېرلو او د کورونو تودولو وس نه لري.

دوی وایي ماشومان یې د سړې هوا له امله ناروغه شوي دي. 

څلویښت کلن صادق له خپلې کورنۍ سره د هرات ښار په سویل کې په یوه خټین بې برېښنا کور کې د سون توکو د نشتوالي له امله په سړه هوا کې ژوند کوي. 
 
صادق خان وایي په سرطان ناروغۍ اخته شوی خو د خپل ځان د درملنې، ماشومانو د مړولو او د کور تودولو وس نه لري. 

هغه په دې اړه طلوع‌نیوز ته زیاته کړه: « په دغه واوره کې وس نه لرم چې خپله واوره پاکه کړم، ژوند ډېر سخته تېریږي، او ماشومان مې هم ۷ دانې دي چې په دغه کور کې اوسیږو.»

  ځینې کاریګر چې په سړه هوا کې د کار موندلو په موخه له کورونو راوتلي وایي کار نشته او کورنۍ یې په سړه هوا کې له لوږې سره مخ ده. 

اسدالله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل: « په دې سړه هوا کې د چوک له دې څنډې د کلي هغې څنډې ته ځو خو هېڅ کار نه پیدا کیږي.»

د هرات اوسېدونکي، حبیب الله هم په وویل: « په هغه کور چې زه اوسېږم، پسه هم هلته نه اوسېږي، نو څه وکړو څه نه لرو او بله لاره نشته.»

له څلورو ورځو راهیسې په هرات کې د واورې له ورېدو وروسته هوا د سانټي ګراډ په کچه تر منفي لس درجې رسیدلې ده.

سړې هوا د ډېرو بې وزلو خلکو چې د خپلو کورونو د تودولو وس نه لري او له لوږې سره مخ دي، ژوند ستونزمن کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه