Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشاني نجونو لپاره د لاسي صنایعو د کارخونې جوړېدل

د ښځو د پېوستون نړۍوالې ورځې سره سم، بدخشان کې یوې ښځې د لاسي صنایعو کارخونه پرانیستې چې شاوخوا پنځوسو نجونو ته یې د مسلکي زده‌کړو او کار زمینه برابره کړې ده. 

هغه نجونې چې په دغه کارخونه کې ورته د کار او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې، خوښي څرګندوي او وایي له دې سره به له روحي او رواني ستونزو خلاصون ومومي.

خیاطي، ګل او مرۍ ګڼدل او ځینې نور توکي د دغو ښځو مهمو لاسي صنایعې دي.

د کارخونې مسوولې، مرسل ابراهیم زاده په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:« ۵۰ تنه مو دلته په کار وګومارلې، چې ۲۵ تنه یې په معاش او ۲۵ تنه نورې هم له معاش پرته یانې د زده‌کړیالانو په توګه دي.»

شکیبا چې په دغه کارخونه کې په کار ګومارل شوې، وایي:« موږ ته د کار ښه زمینه برابره شوې چې نه یوازې له معاش سره یې د کور لګښتونه پوره کېږي، بلکې د مسلک زده‌کولو لپاره هم ښه ده.»

ورته مهال، د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست په دغه ولایت کې د صنعتګرو ښځو او نجونو له فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

ځینې نجونې چې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو محرومې شوې دي، د بېلابېلو حرفوي زده‌کړو د زمینې له برابرېدو خوښې دي او له مسوولانو غواړي چې ترې ملاتړ وکړي.

په دغه کارخونه کې زده‌کوونکې هانیې وویل:« د ښوونځيو له تړلو وروسته مو روحیه ډېره کمزورې شوې وه، اوس دلته راغلي یو کار کوو او خوښ یو.»

په کارخونه کې یوې بلې زده‌کوونکې هم څرګندوي:« له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي او د ښوونځيو دروازې بیا پرانیزي.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست بیا په دغه ولایت کې د ښځینه صنعتګرو له فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو چارو مدیر، ثمرالدین رحماني وویل:« کارونه چې د شریعت او د افغانستان له شریعت سره په ټکر کې نه‌وي موږ یې ملاتړ کوو.»

په بدخشان کې له زده‌کړو بې برخې نجونې له اسلامي اماته غواړي چې په نوي ښوونیز کال کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه