Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات په دوو ولسوالیو کې د ۳۰۰ میلون افغانیو په لګښت ۸۰ پروژې پلې کیږي

د هرات په کهسان او زنده جان ولسوالیو کې د نړۍوال بانک له لوري د دری سوه میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې اتیا پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.

دغه پروژې د ملګرو ملتونو د خدمتونو دفتر او د بشرپاله مرستو د همغږي کوونکي دفتر له لوري پلي کیږي.

په دغو پراختیایي پروژو کې د اوبو کوچنيو بندونو، استنادي دیوالونو جوړېدل، پر سړکونو جغل اچونه او د کاریزونو پاکول شامل دي.

هرات کې د سي اچ آر دفتر مسوول، بصیر احمد مسعودي و ویل: په دې موده کې څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالره لګښت شوې دي، هم د زنده جان ولسوالۍ په ناحیو کې او هم په ښاري ناحیو کې، دغه پیسې خلکو ته د کار په بدل کې ورکول شوي او د خوراکي توکو په توګه هم ویشل شوې دي خو په ښاري سیمو کې بیا نغدې پیسې ورکړ شوې دي. هرې کورنۍ ته له ۱۰ تر ۱۲ زرو افغانیو ورکړ شوې دي.

د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، په دغو پراختیايي پروژو کې د سیمې شل زره اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

همداراز د نړۍوال بانک له لوري په زنده جان او کهسان ولسوالیو کې پنځلس زره کورنیو سره د اتلسو میاشتو لپاره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د هرات د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي، محمد داوود طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: دا پروژې باید لا زیاتې شي، ځکه خلکو ته د ارامښت، کار او روزګار زمینه برابریږي ځکه کار نشته او هم هېواد ابادیږي.

د هرات د کهسان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، جمعه خان هم و ویل: زموږ د هېواد دننه چې ابادي وشي موږ ورسره ډیر راحته کیږو. ځکه هېواد کې به ځوانان او د نور عمر خاوندان پر کار بوخت شي.

د هرات سیمه ییز مسوولین وایي چې له دې پروژو سربیره، تمه ده د حکومت له لوري ګڼې نورې لویې پروژې هم پیل شي.

د هرات والي په خبره، د لویو بنسټیزو پروژو د چارو پیلیدو سره به، د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د هرات والي، نور احمد اسلام جار و ویل: د سوېلي سیمې د ترمینل په څېر ځکه هلته په هغه ځای کې موټورې جوړیږي چې ښايي پر زر جریبه ځمکه ۳۰ یا ۴۰ میلیونه پانګونه وشي. نوی صنعتي ښارګوټی پر ۵۵ زره جریبه ځمکه جوړیږي، د خشکه بند رغول دي چې ۲۰۰ جریبې ځمکې ته اړتیا ده، د سمنټو پروژې موضوع ده چې ډيره ستره عام المنفعه پروژه ده او د هرات-تورغنډۍ وسپنې پټلۍ پروژه ده چې تر لاس لاندې ده.

تمه ده د هرات په اوولسو ولسوالیو کې د نړیوال بانک له لوري پرمختیایي پروژې پیل شي.

د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، د دغو پروژو موخه، د سیمې اوسېدونکو ته د کاري زمینو برابرېدل او د اوبو بندونو له لاري د ځمکې لاندې اوبو تقویت دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه