Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: د زرنج- دلارام لویې لارې چارې به د روژې میاشتې تر پایه بشپړې شي

نیمروز کې د زرنج- دلارام لویې لارې چارې، چې افغانستان د ایران له چابهار بندر سره نښلوي، پنځوس سلنې بشپړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، تمه ده د دې پروژې چارې تر نږدې یوې میاشتې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې، یو شمېر موټر چلوونکي له سرپرست حکومته د دې پروژې له چارو د جدي څارنې غوښتنه کوي.

د زرنج- دلارام لویه لار د هېواد یوه له مهمو ترانزیټي لارو شمېرل کېږي او د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد په برخه کې هم ځانګړی ارزښت لري.

د نیمروز د ټولګټو چارو رییس، جان محمد بدري وویل: « د دغې لارې کار له یوه شرکت سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد شوی دی، کار یې ۵۰ سلنه مخته ته تللی او د سفالټ کار یې هم پیل شوی دی.»

د پروژې انجینر، نجیب الله هم وویل: « په دغه ځای کې چې موږ ولاړ یو ګام په ګام یې کار مخته تللی، جغل اچونه، کلکول یې او اوس یې تاسو د قیر اچونې شاهد هم یاستئ.»

ځینې موټر چلوونکي چې له دې وړاندې له ستونزو سره مخ وو، د دغه سړک د چارو له پرمختګ خوښ دي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې د دې پروژې کیفیت ته جدي پام وکړي، څو په راتلونکي کې بیاځلي ویجاړه نشي.

موټر چلوونکي، عبدالخالق څرګنده کړه: « موږ د دغه سړک جوړېدو ته ډېر خوښ یو ځکه موږ ته اسانتیا رامنځ ته کیږي.»

یو بل موټر چلوونکي، فاروق هم وویل: « دغه ځای چې تاسو ګورئ پخوا دښته وه موټر به په کې لګېدلو، موږ که طالبان دي او که انجینران دي غواړو چې د دغه سړک په جوړولو کې پام وکړي.»

د زرنج- دلارام لویه لار چې ۲۱۸ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري، ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.

شماری از راننده‌های این مسیر از مسوولان حکومت سرپرست خواستار نظارت جدی از کیفیت کار این پروژه هستند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه