Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: په بلخ کې ۲۰۰ ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري

بلخ کې د دوه سوه ښوونځيو لپاره د مناسبو ودانیو نشتوالي او د مسلکي ښوونکو کمښت د دغه ولایت د پوهنیز بهیر پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د بلخ د پوهنې رییس وایي، د ښوونیزو ستونزو د حل په موخه یې، په دوو پړاوونو کې د دغه ولایت په دولتي ښوونځیو کې زده کوونکو ته څه باندې دوه میلیونه ټوکه کتابونه ورکړي دي.

د بلخ د پوهنې رییس، عبدالجلیل شهیدخېل زیاتوي، دا مهال دغه ولایت کې ۷۰۰ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې ۲۰۰ یې بیارغونې او یا هم له سره جوړولو ته اړتیا لري.

د بلخ د پوهنې رییس، عبدالجلیل شهیدخېل طلوع نیوز ته و ویل: د پوهنې وزارت له لوري ماته څو ورځې مخکې و ویل شول چې په بلخ کې څومره ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري. د ۱۴۰۳ پوهنیز کال له رانږدې کېدو سره او د کتابونو له توزیع سره په بلخ کې څه کم ۲۰۰ ښوونځي بیارغونې او ودانیو ته ضرورت لري.

خو زده کوونکي او ښوونکي په راتلونکي پوهنیز کال کې د درسي کتابونو توزیع هم یوه اړتیا ګڼي.

د کتابونو د چاپ او وېش په برخه کې د پوهنې وزارت استازی، بهرام همراه هم و ویل: زموږ د پلان لمخې مو د بلخ ښوونځيو ته دوه اعشاریه دوه میلیون جلده درسي کتابونه په پام کې نیولي دي، تېر کال موږ د لومړي پړاو شاهدان و چې یو اعشاریه څلور میلیونه کتابونه مو توزیع کړل او اوس د دویم پړاو شاهدان یو چې د بلخ د لومړي تر دولسم ټولګي مو شاوخوا ۸۰۰ او ۴۰ زره کتابونه توزیع ته چمتو کړي دي.

په همدې حال، یو شمېر زده کوونکي چې تازه یې کتابونه ترلاسه کړي، خوښ دي او د بلخ د پوهنې ریاست له مسوولینو راتلونکو کلونو کې هم د دغه بهیر د دوام غوښتنه کوي.

یوه زده کوونکي، احمد صهیب د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: موږ چې کتاب و نه لرو نو نشو کولای چې سم درس ولولو او افغاني ټولنه د کتابونو له نشتوالي رنځيږي او اوس چې کتابونه راغلي موږ ورته ډير خوښ یو او خپل درسونه به په سمه توګه ولولو.

ښوونکي، پادشاه خان هم و ویل: « تېر کال چې به موږ ټولګیو ته تللو نو اویا، اتیا سلنې زده کوونکو به کتابونه نه درلودل. موږ د درسي کتابونو له ډیر کمښت سره مخ یو.»

د بلخ د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، دغه ولایت کې ۵۲ ښوونځي رغول شوي او ۱۳ نور د ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري جوړ شوي دي. د مسوولینو په خبره، دا مهال څه باندې شپږ سوه زره زده کوونکي د دغه ولایت په دولتي ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي او په دې لړ کې ۱۴۰۰ مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه