Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د وژل شوي ډاکټر کورنۍ عدالت غواړي

په خوست کې د هغه ډاکټر کورنۍ چې څو ورځې وړاندې د خپلمنځي شخړې له امله ووژل شو، د عدالت د ټینګښت او قاتلینو ته یې د سزا غوښتنه کوي.

دوی له اسلامي امارته غواړي څو په دې قضيه کې ښکېل يو شمېر کسان چې لا هم ازاد ګرځي ونیسي او سزا ورکړي.

د خوست د لکڼو اوسېدونکی، شیزالله چې تازه له طب پوهنځي فارغ شوی و، شاوخوا لس ورځې وړاندې د دوو کورنیو تر منځ شخړه کې ووژل شو او د کورنۍ شپږ غړي یې ټپیان شول. 

 په خوست کې د وژل شوي ډاکټر ورور، فيض الله فيضي وویل: « موږ سره ډېر ظلم وشو، کورنیو چارو وزارت او یا بل هر کس چې له موږ سره خواخوږي څرګنده کړې، ترې مننه کوو، خو په ورته وخت کې موږ غواړو په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې سزا ورکړ شي.»

د شیزالله د کورني غړي، طوطي خان هم وویل:« مجرمینو ته باید داسې سزا ورکړل شي چې ټولو خلکو ته درس شي.»

په خوست کې امنيتي مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې په یاده پېښه کې ټول ښکېل کسان به محاکمه او سزا وويني. 

د خوست امنيه قومندانۍ وياند، طاهر احرار په دې اړه وویل: « د امنیتي ځواکونو له ادرسه خلکو ته ډاډ ورکوو چې هر هغه څوک چې د خپلمنځي دښمنیو او په دغه نوم په سیمه کې د نا امنۍ سبب کیږي، امنیتي ځواکونه به د هغوی پر وړاندې جدي او ګړندی اقدام کوي.»

د خوست امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخې په تېر ۱۴۰۲ لمريز کال کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې دا ډول ۹۰ وژنې شوي خو وايي په تړاو يې ۵۵ کسان نيولي او دوسيې يې محکمې ته سپارل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه