Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران کې د صرافانو د پیسو کنګل کېدو ته د نیمروز د صرافانو ټولنې غبرګون

په ايراني بانکونو کې د نيمروز ولايت د صرافانو د شاوخوا څلور ميليونه ډالرو کنګل کېدو د دغه ولايت د صرافانو او خصوصي سکتور اندېښنې زیاتې کړې دي.

د نیمروز د صرافانو ټولنه وايي، د ایران حکومت له یوې میاشتې راهیسې د یو شمېر افغان صرافانو بانکي حسابونه تړلي او پیسې یې کنګل کړې دي.

د نیمروز د صرافانو ټولنې رییس، نور احمد نورزي و ویل: «زموږ د صرافانو میلیاردونه تومن د ایران له لوري کنګل شوې دي، چې شاوخوا ۳ تر ۴ میلیونو ډالرو کیږي، که دغه بهیر دوام وکړي، صرافانو ته به جدي ضربه ورسیږي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې دا موضوع ژر تر ژره له ایران سره حل کړي.»

نیمروز کې یو شمېر صرافان وایي، په ایراني بانکونو کې د کنګل شویو پیسو زیاته برخه د دوی ده، چې د امانت په شکل هلته ساتل کېدې.

دا صرافان له سرپرست حکومته غواړي، چې ایراني بانکونو یې د پیسو راګرځولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د میراقا په نوم یوه صراف، په دې تړاو و ویل: «له تېرې یوې میاشتې راهیسې زما خپل حساب او د خلکو پیسې چې له صرافانو سره وې، د ایران له حکومت سره بندې دي چې شاوخوا ۳ تر ۴ میلیون ډالره دي او موږ هره ورځ له دې خلکو سره په ستونزو کې یو.»

د عبدالله په نوم یوه بل صراف هم و ویل: «که دغه ستونزه حل نشي، موږ له خلکو سره په لانجه کې اوړو او اوس موږ صرافان او سوداګر ډير له ستونزو سره مخ یو.»

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وایي، دا ستونزه یې له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده.

د دوی په خبره، ایراني چارواکو د دې ستونزې د ژر هوارېدو ژمنه ورسره کړې ده.

د نیمروز د بهرنیو اړیکو رییس، یار محمد حقیار و ویل: «د صرافانو د ټولنې له لوري موږ سره دغه موضوع شریکه شوې چې شاوخوا ۲ زره اکونټونه له تېرې یوې میاشتې راهیسې تړل شوي او موږ دغه موضوع له ایراني لوري سره شریکه کړې ده.»

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، عبیدالله نوري بیا وايي: «موږ دا موضوع له ایراني لوري سره شریکه کړې ده، هغوی ویلي چې اوس د نوي کال ورځې شپې دي او له نوروز وروسته به دغې موضوع ته رسیدګي وکړو، له بانکونو به مالومات ترلاسه کړو او تاسې سره به همکاري وکړو چې حسابونه بېرته پرانیستل شي.»

د نیمروز د صرافانو ټولنې د شمېرو له مخې، تېره یوه میاشت کې ایران کې د افغان صرافانو دوه زره حسابونه تړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه