Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي لومړنیو خدمتونو ته له نه لاسرسي سرټکوي

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند لومړنیو خدمتونو ته نه لاسرسي اندېښمن کړي.

د معیاري سړکونو نشتوالی، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، د څښاک پاکې اوبه او برېښنا ددغې ولسوالۍ د اوسېدونکو جدي ستونزې دي.

چمتال ولسوالۍ د مزارشریف ښار ۴۳ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د تېرو کلونو د جګړو له امله هلته پراختیايي پروژې نه دي پلې شوې.

د معیاري سړکونو نشتوالی، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، څښاک پاکې اوبه او برېښنا ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو جدي ستونزې دي.

ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د مناسب بازار نشتوالي له امله اړ دي چې د اړتیا توکو پیرلو لپاره مزارشریف ښار ته ولاړ شي.

د چمتال ولسوالۍ یوه هټۍوال، نجم الدین و ویل: «لار ډیره خرابه ده، کله چې پرې موږ ځو، دوه ساعته وخت لګیږي. موږ نه سم ښار لرو، نه سم ژوند لرو. زه خپله ښار ته ځم او له هغه ځایه د پلور لپاره سودا راوړم.»

د چمتال ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي، محمد عارف و ویل: «د بازار له نشتوالي موږ ډېر رنځیږو، موږ د ډيرو کمو اړتیا لپاره ډيرې پیسې لګوو او ښار ته ځو.»

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي، حفیظ الله هم و ویل: «بازار نه لرو چې بازار مو درلودای، له همدې ځایه مو اخیستې. بیا مو څه کول چې مزار شریف ته تللو او دومره مزل مو کاوه.»

خو د چمتال ولسوال دې ولسوالۍ کې د سړک جوړېدو په مناسبت ور بللو مراسمو ته ویلي دا سړک د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوی. د نوموړي په خبره په نږدې راتلونکې کې به یو بازار چې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو اړتیاوو ته ځواب ووايي جوړ شي.

د چمتال ولسوال، نورالله همام و ویل: «دغه ستونزې موږ له ټولو چارواکو سره که قومنداني ده او که استخبارات دي، شریکې کړې دي او د بازار نقشې مو طرحه کړې خو وخت نیسي.»

د چمتال د ولسي شورا رییس، وحیدالله و ویل: «هغه سړک چې تاسې اوس ګورئ، ۳۲ کیلومټره دی او پلن والی یې ۱۰ متره دی چې د کب میاشتې په لومړۍ پیل شوې او اوس پایته ورسیده.»

د چمتال ولسوالۍ نږدې ۹۰ کلي او له ۲۰۰ زره ډېر نفوس لري او ددې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه