Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د زړه ناروغۍ د درملنې روغتون جوړیږي

ننګرهار کې یو خصوصي شرکت د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د زړه ناروغیو درملنې روغتون جوړوي.

د دغه شرکت مسوولین وايي، د روغتون جوړېدو سره به هېواد کې د زړه ناروغیو درملنه کېږي. 

دغه شرکت دغه راز د ننګرهار سره رود ولسوالۍ سلطانپور کلي کې هم د ۶۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د مور او ماشوم د درملنې ۱۲ بستریز روغتون جوړ کړی دی. 

د دغه خصوصي شرکت مسوول، محمد ابراهيم روستار وویل: « مونږ په دغه ودانۍ باندې چې یې اوس پرانیسته وشوه؛ تقریباً ۶۸ زره ډالر لګولي، چې دې کې د ودانۍ سامان، د دویم چت جوړول، د دې رنګ روغن او کاشي او نور سامانونه دي، د دې ترڅنګ مو د زړه د ناروغیو روغتون د بنسټ ډبره کېښوده، چې انشاءالله په لنډ وخت کې به شروع شي او نه یوازې د سره رود ولسوالۍ؛ بلکې د ټول افغانستان ناروغان به له دې ګټه واخلي، د پنځه لکه امریکايي ډالرو څخه زیات لګښت پرې راځي، سره له لوازمو، ماشینو، لابراتوار او پرسونل به جوړېږي.»

په ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین له خصوصي سکټور او سوداګرو غواړي چې د هېواد دننه د روغتیايي خدمتونو برخه کې پانګونه وکړي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس وايي دې ولسوالۍ کې ډېری روغتونونه وړتیا لوړولو ته اړتیا لري او د نوي کال لپاره ورته بودیجه منظور شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس، امین الله شریف وویل: « یو وارډ یې مخکې جوړ کړی وو، چې اوس د ماشومانو لپاره ترې کار اخیستل کیږي او بل په دغه شفاخانه کې نور ضرورتونه وو، ودانۍ زړه وه، له سره یې ړنګوي او بیا یې جوړوي، په دې ولسوالۍ کې زیات روغتونونه داسې دي، چې وړتیا لوړولو ته اړتیا لري، مونږ یې دوړتیا لوړولو لپاره وزارت ته پشنهاد کړی، غالباً منظوري یې راغلې ده، نوي کال لپاره دې ته بودیجه منظوره شوې ده.»

د دغې سیمې اوسېدونکي بیا وايي مسوولینو ورسره د معیاري روغتون لپاره د درې پوړیزې ودانۍ او ایمرجنسي برخې جوړولو ژمنه کړې.

قومي مشر، سید محمود اغا په دې اړه وویل: «دې کلینیک پنځوس بستریز روغتون ته ارتقاء وکړه، چې دغه ودانۍ هم کفایت نه کوي، چې مونږ ورته بیا وړاندیز وکړ، چې بلې ودانۍ چې درې پوړیزه ودانۍ ده او یو اېمرجنسي معیاري د صحت عامې له معیار سره برابر یو تعمیر به مونږ ته جوړوي.»

یو بل قومي مشر، اکبر خان هم وویل: « د دې ځای خلک غریب دي، اکثره دلته بټیو کې کار کوي، خښتې اچوي له مجبوریته او بدې ورځې نه او کومه دوا چې دلته دې کلینیک لپاره لازمه وه او ورکوله یې دا تقریباً د یوې هفتې لپاره هم بسنه نه کوي.»

ننګرهار کې دا خصوصي شرکت داسې مهال د زړه ناروغیو د درملنې د روغتون ودانۍ جوړولو ډبره ږدي چې د هېواد لرې پرتو سیمو کې ډېری روغتیايي مرکزونه معیاري ودانۍ نلري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه