د هېواد مشهور محلي سندرغاړی استاد دُرمحمد کشمي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلنۍ په عمر په تخار کې ومړ.
دُرمحمد کشمي چې په ۱۳۱۳ کال کې د بدخشان د کشم ولسوالۍ په فرخجاني کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې، له ځوانۍ د ملي سندور ویلو ته مخه کړې وه او د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون کې هم څو سندرې ثبت کړې وې.
هغه په ۱۳۳۰ کال کې په خپل ټاټوبي بدخشان کې د محلي سندورو ویل پیل کړل.
استاد دُرمحمد کشمي د موسیقۍ د کنسرټونو لپاره المان، فرانسې، اسپانیا، عربي اماراتو، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران ته سفرونه کړي و.
نوموړی څلور زامن او شپږ لوڼې لري.
دُرمحمد کشمي په څه باندۍ نیمه پیړۍ هنري ژوند کې د خپلو سندرو لپاره له کلاسلیکو او معاصرو شعرونو څخه کار اخیسته.