د افغانستان وتلی او نوموتی فلمجوړوونکی لطیف احمدي، د وینې لوړ فشار، د شکرې ناروغۍ او د پښتورګو یې کار پرېښودو لهکبله د کابل یوه خصوصي روغتون کې پروت دی.
د ښاغلي احمدي ډاکټر عبدالواحد صدیقي وایي، د احمدي روغتیايي حالت ښه نهدی.
ډاکټر صدیقي ویلي:«زموږ د درملنې پلان ورته د درملو ورکولو پلان دی، چې وکړای شو د وینې لوړ فشار او شکر یې راښکته کړو او پښتورګي یې نږدې عادي حالت ته راولو.»
هدیه احمدي د لطیف احمدی نږور ده او وایي، ښاغلی احمدي اوس اوس د "توره" په نامه فلم ثبتولو او د خپلو فلمونو او شخصي ژوند په هکله د یوه کتاب په لیکلو بوخت وو او خپل درمل یې لږ منظم نه خوړل.
هدیې احمدي ویلي:«د کلونو راهیسې د "توره" په نامه فلم جوړولو باندې بوخت وو او اوس د دې فلم ۸۰ په سلو کې کارونه بشپړ شوي.»
لطیف احمدي د تېرو ۴۸ کالو راهیسې د سینما ډګر کې فعال دی، چې شاوخوا ۵۰ کوچني او داستاني فلمونه یې جوړ کړي دي. "مجسمهها میخندند" یې لومړنی داستاني فلم دی.
د سینما د ډګر یوه فعال اکمل رحماني د ښاغلي احمدي په هکله ویلي:«هغه مهال چې انجنیر لطیف بهر ته کډوال شو، د افغانستان لپاره یې هلته هم فلمونه جوړ کړل. که ووایم چې د افغانستان د سینما پلار لطیف احمدي دی، له حقیقته
لېرې خبره نه ده.»
لطیف احمدي ۷۱ کلن دی، دوه زامن او یوه لور لري. د ښاغلي احمدې درې واړه اولادنه له هېواده بهر دي، خو دی له خپلې مېرمنې، نږور او دوو لمسیانو سره کابل کې هغه کور کې اوسېږي، چې خپله یې جوړ کړی دی.