له اووه میاشتني ځنډ وروسته افغان فلم پرون د «سالنګ» او «کمپنۍ پل» په نوم دوه مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل. د دې مستند فلمونو منځپانګه د سالنګ لویې لارې او کمپنۍ پل په بیارغونې او ترمیم راڅرخي چې د افغان فلم له لوري برابره شوې ده.
د افغان فلم رییس مولوي جاوید افغان وايي: «هڅه کوو چې تفریحې برنامې جوړې کړو، څو د بهرنیانو پاملرنه راماته کړو او د افغانستان لېدنې ته راشي. د دې تر څنګ داسې شایونه خلکو ته وښایوو چې د تېرو لسیزو پر مهال په هېواد کې رامنځته شوي دي.»
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سینماګرانو او فلم جوړوونکو غواړي چې د ټولنې اړتیاوو ته په کتو فلمونه تولید کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ذبیحالله مجاهد وايي: «د افغان فلم مسوولان، کارکوونکي او ممثلان چې فلم جوړوي، باید دې ته پام او هڅه وکړي چې د ټولنې اړتیا څه ده او ټولنه په کومو برخو کې د فلم او مستند جوړولو ته اړتیا لري؟»
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیقالله عزیز وايي: «دا مستند فلمونه په ډېره کمه موده کې جوړ شوي، په داسې حال کې چې شرایط، امکانات او تنخیکي توکي هم برابر نهوو، خو بیا هم دوی توانېدلي چې دوه-درې مستند فلمونه جوړ او تولید کړي چې دا یوه ستره لاستهراوړنه ده.»
خو سینما ګران بیا له موسیقۍ او د ښځو له حضور پرته د سینمايي فلمونو جوړول ناشوني ګڼي.
ممثل محمد اعظم همسفر په دې اړه وايي: «که غواړو فلم جوړ کړو، تاسو هم پوهېږې چې په یوې ټولنه کې هم سړي او هم ښځې رول لري. موږ نهشو کولای چې د هغوی (ښځو) له رول پرته فلم یا سیریال جوړ کړو.»
په دې اړه مو اندونه