Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کتابونو د بازار سړېدل؛ هېواد کې ۳۰سلنه کتاب پلورونکو خپل کسب پرېښی

د خپرندویانو د ستونزو د حل او ارزونې کمېسیون ویلي چې ۳۰سلنه کتاب پلورونکو د بازار د نشتوالي له امله له خپل کار څخه لاس په سر شوي دي.

د دغه کمېسیون غړی عبدالودود مختارزاده د بارار له نشتوالي او د لوړې مالیې له شکایت سره، ویلي چې په هېواد کې د ۵۰۰ کتاب پلورونکو له منځه ۳۰ سلنه یې خپل کارونه پرېښي دي.

د هغه په اند اوسني وضعیت ته په کتو، په هېواد کې د کتاب چاپ او نشر به له دې سختې ورځې په مخ کې ولري.

عبدالودود مختارزاده وویل:«موږ څه باندې ۵۰۰ کتاب پلورنکي لرل او تر ۲۰۰ خپرندویان لرل. په اټکلي توګه ویلای شم، ډېر شمېر »

دغه کتاب پلورونکي چې روان وضعیت اندیښمن کړي وايي، په هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور نه دی دود شوی او د کتابونو په برخه کې نه پاملرنې خپرندویان او کتاب پلورونکو ته اندیښنې پیدا کړې دي.

کتاب پلورونکي شریف الله د طلوع‌ نیوز خبریال ته وویل:«د ځينو پوهنتونونو ستونزې هم دي چې اوس نجونې پوهنتون ته نه ځي، دا موضوع هم د کتابونو پر پلور اغېز لري.»

کتاب پلورونکی منصور قاضي زاده هم وايي:«تاسو ته معلومه ده چې بازار نشته او خلک د کتابونو د پېرلو وس نه‌لري. د دې ترڅنګ څو ډوله مالیه ده چې د مالیې وزارت او ښاروالۍ خپل استازي را لېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا ټینګار کوي چې له خپرندویانو به ملاتړ کوي او زیاتوي چې په هېواد کې به کتاب پلورونکو ته د دایمي بازار جوړولو هڅه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي په دې هیله وویل:«زموږ هڅه دا ده چې د کتابونو مالیات معاف کړي او همدا ډول د کتاب لوستنې کلتور دود شي. موږ تراوسه بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي دي.»

د کابل ځينې اوسېدونکي او کتاب پلورونکي بیا د هېواد په کچه د کتاب لوستنې د کلتور له پیکه کېدو شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه