Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د هنرمندانو د خطاطۍ د اثارو نندارتون

هرات کې یو شمېر خطاطانو د خطاطۍ  نږدې سل اثار نندارې ته اېښې دي.

د دغه نندارتون ترسره کوونکي د نندارتون د ترسره کولو موخه د خطاطۍ هنر وده او بهرنیانو ته د اصیلو افغاني خطونو ورپېژندنه ده.

خطاط، علي محمد صبوري هم وویل: « له هنرمندانو په ځانګړې توګه له خطاطانو په هغه ډول چې باید ملاتړ وشي، ملاتړ ندی شوی. له دولته مې هیله ده چې هنرمندانو ډېر ملاتړ وکړي.»

دغه خطاطان وایي، د خطاطۍ هنر د لا ودې او بهرنیانو ته د اصیلو افغاني خطونو د ورپېژندنې په موخه د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.

 خطاط بسم الله سروري وویل: « باید یې ووایم چې له خطاطۍ هنره ملاتړ نه دی شوی. د دغه نندارتون ټول وسایل او توکي د خطاطانو له لوري چمتو شوي دي.»

د هرات د خطاطانو ټولنې مسوول، جلیل احمد توانا وویل: « د دغه نندارتون موخه نړۍوالې ټولنې ته د د هنرمندانو او استادانو د اثارو د ورپېژندنه ده څو هنرمندانو ته انګیزه ورکړل شي  او وکولای شي د هنر د پرمختګ لپاره کار وکړي.»

دغه خطاطان وایي، نږدې لس ډوله لیک دودونه شته چې نسخ، نستعلیق او مات نستعلیق یې ډېر کارول کیږي.

دوی زیاتوي، د خطاطۍ په برخه کې په زړه پورې اثار لري، چې په نړۍواله کچه د افغانستان د هنر استازولي کولی شي.

ولی شاه بهره فعال فرهنگی گفت: «هر تابلویی را که می‌بینید آینده دار توانمندی هنرمندانی است که در این راستا همت کردند و توانسته به عنوان امانت الهی سینه به سینه و انگشت به انگشت این هنر را تا به امروز برسانند.»

فرهنګي فعال، ولي شاه بهره وویل: «هره ټابلو چې وینئ د هنرمندانو استعداد دی چې په دې برخه کې یې هڅه کړې، او د الهي امانت په توګه یې دغه هنر تر نن ورځې راورسوي.»

 د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، سرپرست حکومت به د خطاطۍ له هنر ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر، حمیدالله غیاثي په دې اړه وویل: «افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړوندو ریاستونو پلان دا دی چې له هنرمندانو ملاتړ وکړي.»

د هرات ولایت سرپرست مرستیال، حیات الله  مهاجر فراهی هم وویل: « څه وخت وړاندې مو ټول خطاطان اطلاعاتو او کلتور وزارت ته راوغوښتل او ورسره مو یوه مشورتي ناسته مو ورسره وکړه. موږ په ټوله مانا له دې هنرمندانو سره همکار یو او ورسره همکاري کوو.»

هرات د نستعلیق، نسخ او کوفي خطونو اصلي ټاټوبی دی او دغو خطونو تر ډېره د تیموریانو په زرینه دوره کې وده کړې او لا تر اوسه ژوندي پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه