افغان انځور ګر نصرالله سروري ایران کې د خپلو ارزښتناکو اثارو د ټولګې د نندارې لپاره جواز ترلاسه کړ.
د سروري د اثارو د ټولګې شمېر ۱۳۰ تابلوګانو ته رسېږي چې د فریدالله ادیب ایین په مالکیت کې دي.
ښاغلی ادیب هم افغان انځور ګر دی چې اوس د ایران په مشهد ښار کې ژوند کوي.
په دغو نقاشي شویو انځورونو کې د افغانستان تاریخي او لرغوني سیمې او د دغه هېواد د خلکو ژوند انځور شوی دی.
ټاکل شوې دا ټولګه، ډېر ژر په مشهد کې نندارې ته وړاندې کړل شي.