Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مصر کې له ۵۰مومیايي سره د قبر موندنه

مصري لرغون پوهانو د قاهرې په سویل "مینیا" سیمه کې د بطلموس د دورې له ۵۰مومیایانو قبر موندلی دی.

د موندل شویو مومیایانو له ډلې ۱۲ یې ماشومان او ۵ یې څاروي دي، ویل کېږي چې یاد مومیایان په څلور تر نهو مترو د ځمکې لاندې خونو کې اېښي وو.

د مصر د لرغون پېژندنې مشر، مصطفی وزیري، وايي چې تر اوسه د مومیایانو هویت نه دی څرګند شوی.

دی زیاتوي:«موږ په هیرو ګلیف لیک باندې کوم نوم پر مومیایانو پیدا نکړ. د مومیایي کېدو طریقې نه ښکاري چې دوی په خپل وخت کې مهم خلک وو.»

ویل کېږي چې یو شمېر مومیایان دوه زره کلن دي چې په کتان کې راتاو شوي دي، په داسې حال کې نور یې بیا له کاڼو جوړ شویو تابوتونو کې اېښودل شوي دي.

دا ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې لومړۍ موندنه ده چې په مصر کې د مینیا پوهنتون د څېړنو په همکارۍ کېږي.

مصر کې له ۵۰مومیايي سره د قبر موندنه

د مصر د لرغون پېژندنې مشر ويلي دي چې پر مومیايي داسې نوم نه دی لکلی شوی چې په هېرو ګلف کرښې لیکل شوی وي

شریک یي کړئ