بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: د سرکونو جوړولو په موخه قراردادونه
د ټولګټو چارو وزارت د سرکونو جوړولو په موخه د ودانیزو شرکتونو سره قراردادونه کړي.
د دې قراردادونو لګښت ۳۴۳ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی چې د نړیوال او آسیا پراختیايي بانک لخوا ورکول کیږي.
په دې خپرونه کې کوربنې، زرمینې محمدي د ټولګټو چارو وزارت ویاند، عبدالجلیل مهدي روحاني سره خبرې کړې دي.
په بله برخه کې د افغانستان ـ آلمان تر منځ د اقتصادي شورا پرانیستو باندې د افغان ـ جرمن اقتصادي شورا له رئیس، جلالالدین سعید سره خبرې کړې دي.
همداراز په دې خپرونه کې د ترانسپورټ وزارت ۴۸ سلنه عوایدو زیاتواليباندې د ترانسپورټي شرکتونو ټولنې غړي، سلیمان مومند سره خبرې کړې دي.