بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: هېواد کې د وګړو زیاتوالي په اړه اندېښنه
د هېواد اقتصاد وزیر هېواد کې د وګړو زیاتوالي په اړه اندېښنه ښیې او زیاتوي چې د اقتصادي پراختیا نه پرمختګ سره د هېواد د وګړو شمېر زیاتوالی لامل شوی دی چې افغانستان بېوزله هېواد وګڼل شي.
په دې خپرونه کې کوربنې، زرمینې محمدي پر همدې موضوع، د اقتصاد وزارت ویاند، سهراب بهمن سره خبرې کړې دي.
د خپرونې په بله برخه کې بدخشان کې د سرو زرو کانونو ویستو ځنډ په اړه هېواد کې د طبیعي سرچینو څار بنسټ غړي، محمد شفیق سره خبرې کړې دي.
همداراز له قزاقستان سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو پراختیا په اړه د اقتصادي چارو کارپوه، سیدقیاس سره خبرې شوې دي.