د لوګر د مس عینک کان د کېندنو لپاره له چمتوالي راهیسې له دې سیمې ۲۵۰۰ لرغوني اثار کشف او تر لاسه شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، ډېری دغه اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
د دې وزارت مرستیال وایي، دغه اثار له ۲۰۰۹ مېلادي کال راهیسې د لوګر له مس عینک کان څخه ترلاسه شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي وايي: «د ۲۰۰۹ کال نه راپهدېخوا د مالوماتو له مخې، هلته ځینې کارونه او کېدنې شوې وې، نو ویلای شو چې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې اثار تر لاسه شوي وو چې په دې کې ۲۰۰۰ قلمه اثار چې د لېدلو، تحقیق او او ساتلو وړ و، هغه د افغانستان ملي موزیم ته انقال شوي دي.»
د دغو اثارو لرغونتیا دویمې او دریمې لمریزې پېړۍ ته ورګرځي. د ملي موزیم مسوولان وايي، له دغو نویو اثارو په ښه توګه ساتنه کېږي.
د افغانستان د ملي موزیم مرستیال یحیی محبزاده وايي: «پهدې اثارو کې ډېری خټین دي او تر څنګ یې برونزي او نور ډول اثار هم شامل دي.»
د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وایي، د لوګر د مس عینک کان په استخراج سره باید لرغوني اثار زیانمن نهشي.
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشري وايي: «مهم او بنسټیز ټکی دا دی چې د استخراج پروسې ته ډېره پاملرنه وشي، څو کشف شويو اثارو ته زیان و نه رسېږي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانیو او اوسنیو مسوولانو ویلي، د لرغونو اثارو شتوالي د لوګر د مس عینک کان د استخراج چارې ځنډولې دي.
اوسمهال د چین «امسيسي» شرکت د لوګر د مس عینک پروژې د کار د پېلېدو لپاره له اسلامي امارت سره د خبرو په حال کې دی او تمه کېږي چې د دې پروژې کار بېرته پېل شي.
په دې اړه مو اندونه