د رييسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اقتصاد او سیاست کې د افغانستان د وروسته پاتېوالي اصلي لامل لوېدیځوال ګڼي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون (یکشنبه) په کابل کې د یوې سوداګریزې او هستوګنیزې پلازې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
د رييسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: «ټوله نړۍ باندې به یې یو اثر اچولی وي، هغه الحمدلله له افغانستانه په هغه ذلالت او شرمندګۍ باندې ووتل؛ نو ځکه نه غواړي چې افغانستان د بهبود او پرمختګ لاره مخته روانه شي؛ نو دوی کوښښ کوي چې د اقتصاد د پرمختګ او په سیاسي چارو کې د افغانستان اسلامي امارت مخنیوی وکړي.»
هغه همداراز په بهر کې له مېشتو افغان پانګهوالو غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته راستانه شي او په کور دننه پانګونې وکړي.
ښاغلي برادر وویل: «ټولو صنعتکارانو او تجارانو ورونو ته، که هغوی په بهر کې دي، که په هر ملک کې دي؛ بلنه ورکوو چې راشي پهخپل ګران افغانستان کې، څه سرمایه چې لري، هغه دلته په کار واچوي.»
د ګلبهار سوداګریز او هستوګنیز مرکز اجرایه مرستیال غلام رباني رباني وايي: «پهدې برخه کې له اوویا مېلیونو څخه ډېره پانګونه تر سره شوې ده او تر سره کېږي به او انشاء الله په دریو کلونو کې به دغه پروژه بشپړېږي.»
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې په هر ډول شرایطو کې به د دوی پر ستونزو غور وکړي او د سر او مال امنیت به یې وساتي.
په دې اړه مو اندونه