Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سیروم او درملو د تولید کارخونې جوړېدل

په کابل کې د ۲۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د سیروم او درملو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه.

د دې کارخونې مسوولان وایي، چې په دغې کارخونې به د کار په پېلېدو سره سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د ټي جي ال کارخونې رییس تواب غفوري وايي:«په دغې کارخونه کې د ۲۴ ساعتونو لپاره کاري زمینه برابره شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې په دغې کارخونه کې یو لک او ۱۰ زره سیرومه به تولید شي چې دا ۱۰ ډوله سیروم دي.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې تر اوسه د برېښنا د کموالي او د ځمکو د وېش په برخو کې د کارخونه لرونکو ستونزې نه‌دي حل شوي او له اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«د برېښنا، ځمکې او د تعرفو د زیاتوالي په برخه کې معین صاحب له موږ سره همکار دی او په دې برخه کې د لاډېرې همکارۍ غوښتونکي یوو.»

د صنعت‌کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافی هم وايي:«موږ ژمنه کړې چې دننه په هېواد کې د دغې کارخونې په واسطه سیروم ورسوو او دغه ژمنه پوره کوو.»

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې په هېواد کې صنعت‌کارانو ته ټولې اسانتیاوې برابروي او له نورو پانګوالو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال څرګندوي:«موږ پر خپلو ټولو هېوادوالو غږ کوو چې د ملت د درد درملنه وکړي، الله (ج) چې دغه شتمني تاسو ته درکړې راشئ او په خپل هېواد کې پرې پانګونه وکړئ.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په هېواد کې د ۳۹ صنعتي پارکونو پر جوړېدو کار روان دی او اوس‌مهال افغانستان په ۵۰ قلمه توکو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې تر اوسه د برېښنا د کموالي او د ځمکو د وېش په برخو کې د کارخونه لرونکو ستونزې نه‌دي حل شوي او له اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ۲۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د سیروم او درملو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه.

د دې کارخونې مسوولان وایي، چې په دغې کارخونې به د کار په پېلېدو سره سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د ټي جي ال کارخونې رییس تواب غفوري وايي:«په دغې کارخونه کې د ۲۴ ساعتونو لپاره کاري زمینه برابره شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې په دغې کارخونه کې یو لک او ۱۰ زره سیرومه به تولید شي چې دا ۱۰ ډوله سیروم دي.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې تر اوسه د برېښنا د کموالي او د ځمکو د وېش په برخو کې د کارخونه لرونکو ستونزې نه‌دي حل شوي او له اسلامي امارته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«د برېښنا، ځمکې او د تعرفو د زیاتوالي په برخه کې معین صاحب له موږ سره همکار دی او په دې برخه کې د لاډېرې همکارۍ غوښتونکي یوو.»

د صنعت‌کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافی هم وايي:«موږ ژمنه کړې چې دننه په هېواد کې د دغې کارخونې په واسطه سیروم ورسوو او دغه ژمنه پوره کوو.»

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې په هېواد کې صنعت‌کارانو ته ټولې اسانتیاوې برابروي او له نورو پانګوالو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال څرګندوي:«موږ پر خپلو ټولو هېوادوالو غږ کوو چې د ملت د درد درملنه وکړي، الله (ج) چې دغه شتمني تاسو ته درکړې راشئ او په خپل هېواد کې پرې پانګونه وکړئ.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په هېواد کې د ۳۹ صنعتي پارکونو پر جوړېدو کار روان دی او اوس‌مهال افغانستان په ۵۰ قلمه توکو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه