Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا عبدالغني برادر: هېواد کې له سوداګرو ملاتړ کوو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکوي چې هېواد کې له سوداګرو ملاتړ کېږي.

ښاغلي غني د کابل- شانګهای د هوایي دهلیز په پرانیستغونډه کې وایي چې سوداګر د هېواد په اقتصادي وده کې خپله اغېزه لري او هڅه کوي چې په هېواد کې سوداګرو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
                              
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې هکله وویل:«له ټولو سوداګرو او صنعت‌ګرو غواړم څه ډول وکړای شو چې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړو او له بهرنیو سوداګرو غواړو چې خپلې پانګې په افغانستان کې مصرف کړي.»

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوایي دهلیزونو له لارې د ۷۲ مېلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وايي:«د ۷۲ مېلیون ډالرو په ارزښت مو صادرات لرل او د ۶۸ مېلیون ډالرو په ارزښت مو واردات لرل.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه ډاډ ورکوي، هڅه کوي چې اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د هوایي دهلیزونو له لارې الوتنې زیاتې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند څرګنده کړه:«له هرې شونې لارې چې وکړای شو د افغانستان خلکو ته ګټه ورسېږي مرسته کوو او یوه لار هم د هوايي دهیلز ده چې ګرانبیه توکي لکه جلغوزې، زغفران او انجه موږ وکولای شو چې د هوا له لارې ولېږدوو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستیال خیرالدین مایل هم وايي:«هغه توکي چې موږ یې په افغانستان کې لرو او صادرو یې لکه جلغوزې، فکر کوم چې له دې کیفیت سره نور هېوادونه یې نه‌لري او ډېری هېوادونه یې غواړي.»

بل پلو، یو شمېر سوداګر وایي، چې د هوایي دهلیزونو له لارې د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت سوداګرو ته سبسایډي ورکړي.

سوداګر شېر علي ځدراڼ وايي:«زموږ ۹۰ سلنه جلغوزې چین ته صادرېږي، زموږ لپاره باید یوه مناسبه لار وي یو ښه هوايي دهیلز وي او مناسبه کرایه ولري، موږ غواړو چې له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړو.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د اته مېلیون ډالرو په ارزښت ۸۰۰ ټنه ځلغوزي بهر ته صادرې شوې دي، چې ډېری دغه صادرات د هوایي دهلیزونو له لارې ترسره شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه