Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایر‌العربیه شرکت د شارجې - کابل الوتنې بیاځلې پېلوي

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې له ۱۰ مې نېټې ایر العربیه شرکت له شارجې څخه کابل ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي طلوع‌نیوز ته وایي چې د ایر العربیه شرکت او تر هغه وروسته به د ایرویس جزیرې هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.

 ښاغلي احمدي په وینا د کابل هوایي ډګر سربېره د هېواد نور هوایي ډګرونه هم له نړۍوالو معیارونو سره برابر دي او دم‌ګړۍ هوایي شرکتونه ترې الوتنې کوي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې د دغو پروژو له بیا پېل سره به خلکو ته د اسانتیاو د برابرېدو ترڅنګ، د هوايي شرکتونو ترمنځ سالمه سیالي هم پېل شي.

امام الدین احمدي وايي:«د ایر العربیه شرکت هم غوښتنه کړې وه چې له کابله الوتنې پېلوي او د هغوی غوښتنه هم ومنل شوه، او ان‌الله په نږدې راتلوونکي کې به د دوی الوتنې هم پېل شي. همدارنګه جزیره ایرویس یا جزیره ایرلاین هم غوښتنه کړې ده چې له افغانستانه مستقیمې الوتنې پېلوي.»

بل پلو په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل بیا د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پېل د مسافرو او سوداګرو لپاره د اسانتیاو د برابرېدو په برخو کې اغېزناک بولي.

اخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پېل د اسانتیاو برابرېدو ترڅنګ د تګ راتګ د ټکټونو د بيو راټيټېدو په برخه که هم مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر څرګندوي:«ډېر هوايي خدمتونه او د هوا او الوتنې له لارې سفر هم سوداګر ته او هم کورنیو ته د اسانتیا زمینه برابروي؛ ځکه کار په چټکۍ ترسره کېږي. له بل لوري د بیو د راټیټېدو لامل هم کېږي؛ ځکه په مارکېټ کې د عرضه کوونکو شمېر زیاتېږي. په ټول کې کولای شي د هېواد د اقتصاد لپاره ښه وبلل شي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی شبیر بشیري وايي:«د بېلابېلو الوتنو پېل په ځانګړې توګه عربي او منځني ختیځ الوتنې کولای شي چې له افغانستانه د سټراټېژيکو توکو په صادراتو کې له موږ سره مرسته وکړي.»

تر دې مخکې، فلای دوبۍ هوايي شرکت هم افغانستان ته له دوه کلن ځنډ وروسته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغاني کورنیو شرکتونو سربېره، افغانستان ته د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د هوايي شرکتونو الوتنې هم دوام لري.
 
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پېل د اسانتیاو برابرېدو ترڅنګ د تګ راتګ د ټکټونو د بيو راټيټېدو په برخه که هم مهم بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه