Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مس عینک سیمه کې د لرغونو اثارو د خوندیتوب او د استخراج د کار ارزونه

نن (چهارشنبې) د مس عینک کان په سیمې کې د لرغونو اثارو د خوندیتوب په پار د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ یوه غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د کانونو او پټرولیم، د صنعت او سوداګرۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او د مرکزي بانک سرپرستانو، د مس عینک کان په سیمه کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب په موخه یوه طرحه وړاندې کړې دي.
 
د لوګر د مس عینک د کان د راوېستنې پروژه ۱۵ کاله مخکې د چین ام، سي، سي شرکت ته سپارل شوې وه؛ خو لا تر اوسه یې په عملي بڼه چارې نه‌دي پېل شوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په بین الوزارتي غونډه کې ام‌سي‌سي شرکت د یاد کان د راوېستنې د بهیر د پېل په تړاو له خپلې نوې طرحې خبر ورکړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«د لرغونو اثارو په برخه کې یوه ستونزه ده چې د هغه د حل لپاره د ام‌سي‌سي شرکت سره خبرې شوې دي؛ البته د هغه د راویستنې لپاره یوه نوې طرحه ورکړل شوې ده.»

د کانونو او صنایعو خونه وايي، د اسلامي امارت مسوولان او د چین ام‌سي‌سي شرکت باید د لوګر د مس عینک د کان د راوېستنې بهیر پېل کړي.
 
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي‌احمد پیمان څرګندوي:«که‌چېرې ستونزې د افغانستان له لوري وي، باید حل کړل شي او که‌چېرې د چین د ام‌سي‌سي شرکت له خوا وي باید مذاکره وشي، څو عملاً دغه کار پېل شي. له هغې پرته باید بدیل غوراوی وټاکل شي.»

د اقتصادي چارو شنوونکي هم وايي، د هېواد کانونه باید د ملي ګټو په ساتنې سره را وېستل شي او په وینا یې د کانونو او په ځانګړې توګه د مس عینک د کان د پروسس چارې په هېواد کې ترسره شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا په دې هکله وايي:«که‌چېرې کاونه را ایستل کېږي، د دې سربېره چې حکومت ته ښه عواید رامنځته کوي، د هغې ترڅنګ کولای شي چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابهر کړي.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه شاکر یعقوبي هم وویل:«په هغه صورت کې چې کانونه په رڼه توګه ترسره شي، څرګنده ده چې د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې خپل بنسټيز رول ولوبوي.»

تر دې مخکې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د ام‌سي‌سي شرکت له ريیس سره په کتنه کې ډاډ ورکړی وو چې، د لوګر د مس عینک او د بامیان د حاجي ګک د کانونو په شاخوا سیمو کې د ځمکو د استملاک او همداراز د مس عینک د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په برخو کې به همکاري وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه