Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان مرکزي بانک شږمیاشتنی کاري راپور خپور شو

د افغانستان بانک نن (چهارشنبې) د خپل شپږ میاشتني کاري راپور په یوې غونډه کې خپور کړ.

د افغانستان مرکزي بانک رییس هدایت الله بدري ویلي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت او ثبات ساتل، د انفلاسیون کنټرول، د خلکو د بانکي سپما د محدودیتونو کموالی او د اسلامي بانکوالۍ دودول د دغه بانک له مهمو لاسته راوړونو ګڼل کېږي.

د افغانستان بانک سرپرست وايي، دغه بانک توانېدلای چې د نړۍوالو بندیزونو سربیره هم نوې افغانۍ چاپ او بازار ته یې وړاندې کړي.

هدایت الله بدري زیاتوي چې دغه بانک د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د فعالیتونو میکانیزه کولو ترڅنګ، زړې افغانۍ هم له بازارونو راټولوي.

هدایت الله بدري وویل:«مرکزي بانک توانېدلی چې د انفلاسیون نرخ کنټرول کړي او هغه تر مطلوبې کچې وساتي. په سوداګریزو بانکونو کې د پېرودونکو پر پیسو د محدودیتونو کچه تدریجاً کمه شوې او پر هغو حسابونو چې نوي پرانستل کېږي محدودیتونه له منځه تللي دي. زموږ هڅه دا ده چې په دې برخه کې ډېرې راسته راوړنې ترلاسه کړو.»

اخوا، د افغانستان بانک مسوولان که څه هم د انفلاسیون د نرخونو اغېزې د نړۍوالو قیمتونو پورې تړي خو وايي دغه بانک د نړۍوالو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات ساتلی دی.دوی بهرنۍ مرستې، له افغانستانه د اسعارو د ایستلو مخنیوی او د هېواد په بازارونو کې افغانیو دودول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات اصلي لاملونه بولي.

د افغانستان بانک د پولي پالیسیو امر احمد جواد سداد ویلي:«د ۱۴۰۲ مالي کال له پېله د لړم میاشتې تر پایه د پړسوم د نرخ اوسط، منفي ۶٫۷ سلنه دی په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته وخت کې، د پړسوم نرخ ۱۴٫۵ سلنه و، چې له نېکه مرغه د نویو شمېرو پر بنسټ چې په واک کې لرو، د تورم په بیه کې کموالی تر سترګو کېږي.»

د افغانستان بانک د غیربانکي مالي موسسو امر احمد ظاهر ناصرزی وايي:«له سوداګریزو بانکونو د شکمنو معاملو ۲۸۳ راپورونه دغه امریت ته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال په لړ کې دغه معاملې ۴۲۰ شکمنې معاملې وې چې په شکمنو معاملاتو کې ۳۸ سلنه کموالی ښي.»

د افغانستان بانک د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د غیر بانکي پولي راکړو ورکړو تنظیم کولو لپاره یې په ټول هېواد کې د پولي خدمتونو د وړاندې کولو شرکتونو ته یو زر او ۷۶ سوداګریز جوازونه صادر کړي دي.

د افغانستان بانک معلوماتو پر بنسټ، دغه بانک په ١٤٠٢ لمريز کال کې ٨٠٣ مېليونه زړې افغانۍ راټولې کړي او له هغو افغانیو چې پخوا راټولې شوې وې، څلور اعشاريه اووه مېليارده افغانۍ یې سوځولې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه