Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خصوصي سکټور له حکومته د مالیو د کمولو غوښتنه وکړه

د کابل د صنعت کارانو، کسبګرو او سوداګرو د ټولنو استازو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیاله غوښتي چې، سرپرست حکومت دې د مالیې د راټولولو او راکمولو د څرنګوالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په دغه لیدنه کې د یادو ټولنو استازو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټي توکو څه باندې ۳۰۰ بندو کانټینرونو له امله خصوصي سکټور ته د اوښتو زیانونو په اړه خبرې اترې کړي دي.  

د کابل د صنایعو ټولنې اجراییه رییس، بصیر تره‌کی وایي:«موږ صنعت کاران هم کوښښ کوو چې کیفیت لرونکي توکي تولید کړو، ځکه د برېښنا له لارې مالیه د برېښنا د لګښت سره تړلې ده، هر سکټور باید ځان لپاره یو پلان جوړ کړي او او د هر سکټور لپاره باید یوه تګلاره جوړ شي او د لګښت سره سم مالیه ورکړي.»

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر بیا په اقتصادي پرمختګ کې د صنعت ګرو او سوداګرو د فعالیتونو ارزښت ته په نغوتې سره ویلي، چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول د دوی مسوولیت دی.

د اسلامي امارت ویاند بیا طلوع نیوز ته وايي له بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه له خصوصي سکټوره د مالیې راټولول، د دې ترڅنګ چې د حکومتولۍ په برخو کې پکار راځي، په زیربنايي او پراختیايي پروژو کې هم لګول کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله څرګندوي:«ټول خلک دې ډاډه واوسي، هغه پیسې چې د مالیې، ذکات او عشر راټولېږي ټولې بېرته په بیت‌المال کې تحویلېږي او له بیت‌الماله بېرته په یو قانوني ځای کې مصرفېږي.»

اخوا د چارو ځينې شنوونکي هم په اوسني اقتصادي وضعیت کې په متوازن ډول د مالیو راټولول د هېواد د اقتصاد لپاره ګټور بولي.

د اقتصادي چارو شنوونکي، عبدالظهور مدبر وویل:«هر کله چې د هېواد اقتصادي وضعیت د ځوړ په حال کې وي باید له انبساطي سیاسته کار واخیستل شي، او هرکله چې په هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو وي نو له انقباضي سیاسته دې کار واخیستل شي. په ټوله کې که‌چېرې متوازن وي نو راټول دې شي، کولای شي چې د اقتصاد په ګټه وي.»

په هېواد کې د خصوصي سکټور بېلابېلو برخو بیا د صنعتکارانو لپاره د برېښنا نشتوالی، سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې محدودیتونه او بانکي محدودیتونه د خپلو مهمو ستونزو په توګه یادې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه