Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د کابو دوه مېلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرلي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۲۰۲۳ کال کې نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات کابو دوه مېلیارد ډالره وو چې ډېری دغه صادرات پاکستان، هند، چین متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبیکستان ته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده ټینګار کړی د دې سربېره چې د ډبرو سکارو صادرات کم شوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې موجودې دي؛ خو د صادراتو کچې زیاتوالی موندلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دغه کال کې د افغانستان د صادارتو کچه د تېرو کلونو پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښي.

اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د ۱٫۹ مېلیارد ډالره صادرات لرلی دی. ذکر شوی شمېر د سالنګ د لویې لارې له رغونې سربېره، د ډبرو سکرو د صادراتو کموالی او د ګاونډیو هېوادونو ستونزې، بیا هم دوه سلنه زیاتوالی ښيي چې معادل یې ۴۱ مېلیون ډالر کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې دا مهال افغانستان د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره راکړه ورکړه لري او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه باید نړۍ پر خصوصي سکټور لګېدلي محدودیتونه لېرې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«د نړۍ ټولو هېوادونو ته صادرات لرو. څه اروپا وي، څه اسټرالیا وي، کاناډا وي او د نړۍ مهم هېوادونه، یعنې داسې هېواد به نه وي چې هلته د افغانستان مېوه نه‌وي، د افغانستان وچه مېوه نه‌وي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې لس ورځې وړاندې ایران ته تللی و او د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې له مسوولینو سره یې په کتنه کې ویلي وو، چې اوسمهال د افغانستان تګلاره اقتصاد محوره ده او ایراني پانګوال کولای شي د کرنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.

امیرخان متقي ټینګار کوي چې سرپرست حکومت د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅه کوي چې هېواد د واخان دهلیز له لارې له چین سره وصل شي او دغه راز افغانستان د شمال او سوېل د وصل مرکز وګرځوي. 

امیر خان متقي زیاته کړې وه:«اوس افغانستان د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ لار ده. حکومت هوډ لري چې د واخان ګوریډور له لارې له چین سره وصل شي. چین له مرکزي اسیا سره او ایران سره، او د ایران له لارې له نړۍ سره وصل شي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو، چې افغانستان د نړۍ له شپیتو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړې دي او ډېره سوداګري له چین، پاکستان او هند سره ترسره کیږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه