ټاکل شوې د امریکا د بوسټن پوهنتون په مرسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د روانې زېږدیزې میاشتې په ۲۷مه نېټه د ښځو د اقتصادي ودې په موخه د افغان ښځو ناسته ترسره شي.
د بوسټن پوهنتون د خبرپاڼې له مخې د دغې ناستې د جوړېدو موخه زده کړو او کار ته د افغان ښځو او نجونو له لاسرسي ملاتړ دی.
د بوسټن پوهنتون په خبرپاڼه کې راغلي: « په دغه غونډه کې د ګردي مېز بحثونه شامل دي چې زده کړې، کار، کارموندنې، د ملاتړ د سیسټمونو اړوند په بېلابېلو برخو کې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په تړاو به پکې خبرې وشي. ګډونوال به د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د هغوی مشارکت او نوښتونه او د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د تبعیضي پالیسیو له امله رامنځته شوې ستونزې و ارزوي.»
له دې سره سم، ځینې ښځینه سوداګرې غواړي ستونزو ته د رسېدو په مخه یې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بانک رامنځ ته شي.
سوداګرې، زیبا راشد وویل: «د دوی غوښتنې ته دې داسې انعکاس ورکړل شي چې په بهر کې ورته نندارتونونه برابر شي، زمینه ورته برابره شي چې خام مواد له هېواده بهر ته یوسي،»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وايي، د ښځو له حضور پرته غونډې جوړول به ګټور تمام نه شي.
د دغې خونې رییسه ټینګار کوي چې د ښځو د سوداګرۍ د ودې په موخه باید لا زیاتې پانګونې و شي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه، سلما یوسفزۍ وایي: «موږ ډېرو پانګونو ته اړتیا لرو، څو بهرنې او ملي شرکتونه راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي څو افغان ښځې وکولای شي د افغانستان راتلونکي ته کار وکړي.»
اوس پوښتنه دا ده چې د ښځو له لوري د سوداګرۍ زیاتوالی به د هېواد پر اقتصاد څه اغېز وکړي؟
د اقتصادي چارو شنونکي، احمد سیر قریشي په دې اړه وویل په دې اړه وویل: «افغان ښځې تل په سیاست، اقتصادي پیاوړتیا، جنیستي برابرۍ په برخه کې قعاله ونډه لري او کولای شي د افغانستان د داخلي ناخالصو توکو په براختیا کې برخه ولري.»
تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، زرو ښځینه سوداګرو ته د کار جوازونه ورکړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه