Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر پر دویمه ورځ، د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر او د بهرنیو چارو وزیرانو له شورا سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د ډيپلوماټیک حضور د لوړونې، پر ټاپي پروژې د عملي کار د پېل او د ترکمنستان د ویزې اخیستو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په تړاو خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وویل:«اړتیا لیدل کېږي چې له ترکمنستان سره په بېلابېلو برخو کې بحث وشي، له هغې ډلې ډپيلوماټيکو، سوداګریزو او اقتصادي اړیکې، پوهېږئ چې د ترکمنستان له خوا په افغانستان کې ډېرې پروژې پېل شوي او پېلېږي، اړتیا ده چې پر دغو پروژو کار وشي.»

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، امیر خان متقي په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پېل په تړاو د هر اړخیز چمتووالي په اړه بشپړ معلومات ورکړي او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې عملي کار پېل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا ټينګار کوي چې په دغه سفر کې باید ترکمنستان ته صادراتو او په ځانګړې توګه د کانونو د صادراتو په تړاو خبرې وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«که‌چېرې د لاجورد لاره فعاله شي، ترکمنستان یوازینۍ لار ده چې کولای شي د خزر له سندرګي له اذربایجان سره ونښلول شي. ترڅنګ یې ترکمنستان ښه او ارزانه برېښنا لري، باید په دې هکله خبرې اترې وشي.»

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان هم څرګندوي:«ترکمنستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سفیر له اقتصادي او سیاسي پلوه د اهمیت وړ دی، په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې، د انرژۍ د وارداتو او رېل پټلۍ په برخو کې، او دا کولای شي چې سیمه‌ییزه همکاري له ځان سره ولري.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولینو،  د وسپنې پټلۍ ادارې او برېښنا شرکت د چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه