Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: پر ټاپي پروژې، رېل پټلۍ او د لاجورد لارې پر استفادې مو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې ترکمنستان ته تللی، د هغه هېواد له چارواکو سره په لیدنو کې دې هوکړې ته رسېدلی، افغانستان کولای شي چې، د ترکمنستان په خاوره کې د لاجورد له لارې استفاده وکړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې د دغه هېواد له چارواکو سره پر بېلابېلو په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

ټاپي پروژه، رېل پټلۍ، برېښنا او سوداګري هغه مسایل دي چې امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پرې خبرې کړې دي.

امیرخان متقي ویلي:«مهمې موضوع‌ګانې مو چې لرلې، د ټاپي موضوع، د برېښنا برخه چې څه ډول زیاته شي، د رېل پټلۍ موضوع وه چې پرې ښې خبرې شوې دي.»

د لاجورد لار یوه له هغو سترو پروژو ده چې ترکمنستان له اروپا سره نښلوي.

ښاغلی متقي په دې هکله څرګندوي:«دواړه هېوادونه غواړي چې په سیمه کې مهم رول ولري. موږ غواړو د لاجورد له لارې چې له ترکمنستانه تېرېږي، استفاده وشي او ترکمنستان هم دې برخې ته لېوالتیا لري.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا له ترکمنستان سره د راکړې ورکړې ارزښت ته په نغوتې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو وده او اقتصادي همکاري د افغانستان په ګټه بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«د نفتي توکو او ګازو په برخه کې د ترکمنستان تخنیکي تجربې ډېرې مهمې دي چې کولای شي په شمال کې پانګونه وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ راکړه ورکړه د ۴۸۱ مېلیون ډالرو په ارزښت وه چې شاوخوا درې مېلیون ډالره یې صادارات او ۴۷۷ مېلیون ډالره یې واردات وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه