Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: امو سیند نفتي حوزې څخه د استخراج کچه ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي د امو سیند حوزې په قشقري بلاک کې د ورځنیو تېلو را ایستلو کچه له زرو څخه ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده. 

د دغه وزارت ویاند، همایون افغان وایي چې د امو سیند نفتي حوزه کې د شپږو نویو څاګانو په کیندلو سره د فعالو څاګانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی. 

د همایون افغان په خبره، تر دې وړاندې د امو سیند نفتي حوزې له قشقري بلاکه په ورځ کې یوولس سوه ټنه اومه نفت را ایستل کېدل. 

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل: « ټاکل شوې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر پایه ۱۲ څاګانې په قشقري کې، اته څاګانې په زمردسای کې، یوه څاه په کمي بازار کې او دوه نورې څاګانې هم د اق دریا په بلاکونو کې وکیندل شي چې د امو سیند نفتي حوزې د ټولو څاګانو شمېر ۴۷ ته او ورځنی استخراج هم ۳زره ټنو ته ورسېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د اومو نفتو د را ایستنې کچې زیاتوالی او په کور دننه د پروسس بهیر د افغانستان لپاره ګټور بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند وویل: « هغه تېل چې اوس لر په افغانستان کې د ریفاینري لپاره بسنه نه کوي، نو اړتیا ده چې له ډېرې پانګونې سره یوه مجهزه ریفاینري او یو لوی شرکت پرې کار وکړي.»

اخوا، د چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې که د نفتو کان پر را ایستنې پانګونه و شي، افغانستان به د نفتي موادو له وارداتو بې‌غمه شي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي طلوع نیوز ته وویل: « په افغانستان کې د نفتو په برخه کې د نویو څاګانو په سمه توګه کیندنه هېواد د نفتي موادو په برخه کې ځان بساینې ته رسوي او خلکو ته کاري زمینه برابروي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، اوس مهال یو زرو ۵۰۰ کسان د امو سیند په نفتي حوزه کې کار کوي او په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو او د ودانیو جوړول او د نفتي موادو زېرمه کول او دوه اړخیزې او څو اړخیزې سروې هم دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه