Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له چابهار بندره د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي د اسلامي امارت ټینګار

د اسلامي امارت تخنیکي پلاوي په چابهار بندر کې له ایراني مسوولینو سره په لیدنه کې له دې بندر څخه د سوداګریزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

په لیدنه کې دغه راز له چابهار بندره د ټرانزیټي توکو پر زیاتوالي، د لېږد رالېږد لګښت پر کمولو او کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د پانګونې به تړاو خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وویل: « په دغه لیدنه کې د کښتیو تېرېدو زیاتوالي، د یخچالي کانټینرونو شمېر، د کانټینرونو د بارولو او تخلیې لپاره د ځمکې روښانه کول او اوږدمهاله اجارې، د ټرانزیټي توکو د بارولو لپاره د ځمکې د تشخیص او پلور، او چابهار بندر په صنعتي ښارګوټي کې د سوداګرو لپاره د ځمکې د پلور او لوجسټیکي مرکز په اړه خبرې شوي دي.»

د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره تر ټولو ارزانه لاره د سمندر لاره ده او افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، سمندرونو ته لاره نه لري او د نورو هېوادونو له لارې خپلې سوداګریزې چارې ترسره کوي.

ځینې سوداګر وايي، دمګړۍ د افغانستان سوداګریزې چارې په لوړه بیه د بندر عباس او کراچۍ بندر له لارو ترسره کېږي.

سوداګر، زلمي عظیمي وویل: « اوس مهال افغان سوداګر د پاکستان له کراچۍ بندره او د ایران له عباس بندره خپل توکي واردوي، دا دوه بندرونه فیس او د ټرانسپورټ ډېر لګښت لري او توکي ډېر ګران راځي.»

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په کراچۍ بندر کې د اسانتیاوو رامنځته کول له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « په چابهار کې دې موږ ته ذخیرې راکړي، اهنګرونه او ګودامونه دې راکړي او هلته دې موږ ته سړې خونې جوړې شي څو موږ خپل توکي په کې وساتو او یا دې هم ټرانسپورټ راکړي چې ژر خرابیدونکي توکي په یخچال لرونکو موټرو کې کېږدو او په اوونۍ کې دوه ځلي ۴۰۰ کانټینرونه له دواړو خواوو تګ راتګ ولري. ستونزه مو له پاکستان او صادراتو سره حل کیږي.»

د ویلو ده چې، د افغانستان د سوداګریزو چارو لپاره تر ټولو ارزانه لاره د کراچۍ بندر دی؛ خو دغه بندر هم کله نا کله د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر مخ تړل کېږي او یا هم پرې بندیزونه لګول کېږي او په دې سره افغان سوداګرو ته خورا زیان رسېږي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په کراچۍ بندر کې د اسانتیاوو رامنځته کول له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه