Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په عشق‌اباد کې د افغان - ترکمن نندارتون پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په عشق‌اباد کې د افغان - ترکمن د سوداګریز اتصال په غونډه کې ویلي چې افغانستان پر یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري.

ښاغلي عزیزي په دغې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

د افغان - ترکمن د سوداګریز اتصال د غونډې سربېره، په عشق‌اباد کې د افغاني توکو نندارتون هم د سیمې او نړۍ د ګڼ شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د اسلامي امارت اقتصادي پلاوي په حضور کې پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت بهرنی سیاست یو خپلواکه، متوازن او اقتصاد محوره سیاست دی چې پر سیمه‌ییز، اقتصادي او سوداګریز پیوستون متکي دی.»

د ترکمنستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییس میرګن ګوردوف له افغانستان سره د اړیکو په هکله څرګندوي:«د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ په ۲۰۲۳ کال کې د سوداګرۍ کچه ۴۵۷ مېلیونه ډالره وه او یوازې د روان کال په جنورۍ کې ۴۶ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. افغانستان ته د ترکمنستان مهم صادراتي توکي تېل، ګاز او د نساجۍ صنعتونه دي. له دغه هېواده د افغانستان په وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.»

له دې سره سم، په دغه نندارتون کې د افغانستان د کورنیو محصولاتو له لیدلو وروسته د افغاني او ترکمني سوداګرو ترمنځ د تواصل غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ترکمنستان د وزیرانو شورا معاون او د بېلابېلو برخو مسوولانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

نورالدین عزیزي وویل:«دم‌ګړۍ په افغانستان کې د کانونو، صنعت، کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ په برخو کې د پانګونې واقعي او عملي فرصتونه موجود دي. بیا هم د ورور او ملګري هېواد ترکمنستان له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې د خپلې خوښې وړ سکټورونو کې پانګونه وکړي.»

ورته مهال، د کانونو او صنایعو خونه ټینګار کوي چې تر هرڅه د مخه باید له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې او د برېښنا د وارداتو د عملي کار د پېل په تړاو خبرې وشي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله وویل:«د ټاپي پروژه ډېره مهمه پروژه ده، هم د افغانستان او هم د ترکمنستان لپاره، له ترکمنستان سره د افغانستان د رېل پټلۍ بحث او همدارنګه تر ټولو مهمه موضوع چې ترکمنستان د برېښنا د صادراتو وړتیا لري.»

په ترکمنستان کې د افغاني توکو نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او موخه یې په ترکمنستان کې افغاني محصولاتو ته بازار موندنه ده.

په دغه نندارتون کې ۱۵ غرفې افغان ښځو ته ځانګړې شوې دي چې هغوی به په‌کې خپل لاسي صنایع او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

په عشق‌اباد کې د افغاني توکو نندارتون هم د سیمې او نړۍ د ګڼ شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د اسلامي امارت اقتصادي پلاوي په حضور کې پرانیستل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه