د سټنډرډ ملي اداره وایي د مرکزي ازمایښتونونو د پراختیا لپاره یې له ټي، سي، ار، سي شرکت سره د تجهیزاتو پېرلو د شپږ پروژه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغې ادارې په خبره، د یادو تجهیزاتو ارزښت ۱۹۸ میلیونه افغانۍ ده.
د سټنډرډ ملي ادارې مرستیال، محمد اصف قانت وایي، د دغو تجهیزاتو او توکو په برابرېدو سره به د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي لابراټوارونو کې چارې لاپسې چټکې او رڼې شي.
محمد اصف قانت زیاته کړه: « دا اداره تل په دې هڅه کې ده چې خپل لابراټوارونو ته پراختیا ورکړي او نړۍوالو معیارونو سره سم خدمتونه وړاندې کړي، د دغه تړون له مخې یاده کمپنۍ د نویو دستګاوو د اخیستلو سربېره دغه ستګاوې نصب او عیاروي هم.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په سټنډرډ ملي اداره کې د نویو تجهیزاتو په فعالولو سره به تولیدات معیاري شي او د سون توکو په ګډون وارداتي توکي او مواد هم کنټرول شي.
سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « له اسلامي امارته غواړو څو په ازمایښتونونو ته نور وسایل هم راوړي، د معیارونو په پام کې نیول ډېر ښه کار دی او تاسو ګورئ دا معیارونه چې په پام کې نیول شوي هوا هم یو څه ښه شوې ده.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په هېواد کې د معیارونو پراختیا به د هېوادوالو پر روغتیا مثبت اغېز وکړي او ورسره به د هېواد اقتصاد هم وغوړېږي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « هر څومره چې وسایل معیاري او مډرن شي، د سټنډرډ او نورم فعالیتونه هم په معیاري توګه مدیریت کیدای شي.»
تر دې وړاندې د د سټنډرډ ملي ادارې ۶۱ ټانکره کم کیفیته تېل له نیمروز بندره ایران ته ستانه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه