Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له یوه روسي شرکت سره د خواف-هرات وسپنې پټلۍ تړون لاسلیک شو

د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د وروستۍ برخې د عملي کیدو تړون له یو روسي شرکت سره لاسلیک شو.

د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې د جوړولو هوکړه د ريیس الوزراء د اقتصادي مرستیال په حضور سره لاسلیک شوه.

د وسپنې پټلۍ اداره وايي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه د دغې لویې پروژې وروستۍ برخه ده چې، له رباط پریان پيل او د هرات نړۍوال هوايي ډګر او همداراز صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.

د دغې برخې په بشپړېدو سره به افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل شي او د ترکیې د وسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته هم لاره ومومي.

د وسپنې پټلۍ د ادارې عمومي رییس، بخت الرحمن شرافت و ویل: یو خو پر دې مهمه ده چې دا نږدې مسیر دی او منځنۍ اسیا د روسیې په ګډون له افغانستان سره نښلوي. بل همدا پروژه چې د روسیې تخنیکي ملاتړ لري. روسیه ځکه مهمه ده چې د ټولې نړۍ اتمه حصه ده.

د هرات والي هم د هېواد او د سیمې د هېوادونو په کچه د دغه ولایت اقتصادي اهمیت ته په نغوتې سره وايي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ به افغانستان له ایران، عراق، ترکیې او اروپايي هېوادونو سره وصل کړي.

د هرات والي، نور احمد اسلام جار هم و ویل: د ګاما ګروپ شرکت ته ډاډ ورکوم چې د وسپنې دا پټلۍ زموږ پر شاه رګونو تیریږي، د هرات ولس او هلته د اسلامي امارت حکومت ته دا یوه مبارکه لیکه ده او یوه سپیڅلې لیکه ده. چې کلتورونه، ولسونه او نړۍ له یو بل سره نښلوي.

له دې سره سم، د قراردادي شرکت رييس وايي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه به د روسي، ترکي او افغاني شریکانو له لوري تر راتلونکو دوو کلونو جوړه شي.

د ګاما شرکت رییس، ضیاءالرحمان فراهي څرګنده کړه چې: تکمیلي یې دوو کلونو کیږي، او شریکان مو د روسیې دولتي شرکت ریزې دی انټرنیشنل، چې د روسیې وسپنې پټلۍ ده او د ترکي شرکت دی، چې دا زموږ شریکان دي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د وسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه