Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې د سروې کار د بشپړېدو په حال کې دی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې د سروې کار د بشپړېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت د سروې او ډیزاین رییس ټینګار کوي، چې د دې پروژې عملي کار به ډېر ژر پېل شي، چې د پنجشېر له مرکز بازارکه د کابل تر ترخېلو پورې د څه باندې دوه سوه کیلومترو په اوږدوالي به د دې پروژې په بشپړېدو سره په کابل کې دوه مېلیونه خلکو ته اوبه برابرې شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د سروې او ډېزاین رییس  محمد عارف مومند په دې هکله وویل:«دوه متره مکعبه اوبه دي چې د کابو دوه مېلیون نفوس لپاره کفایت کوي، په کابل ښار کې دم‌کړۍ نفوس څلور نیم تر پنځه نیم مېلیونو تنو پورې رسېږي او دا د کابل د اوسېدونکو لپاره کفایت نه‌کوي.»

بلخوا، د پنجشېر والي ډاډ ورکوي چې د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو د لېږد د کار د پېل لپاره لازمې اسانتياوې برابروي.

د پنجشېر والي محمد آغاز حکیم څرګنده کړه:«هغه څه چې په پنجشېر ولایت پورې اړوندېږي زموږ سندیزه حوزه زموږ اداره، ان‌شاالله موږ سل په سلو کې په هره برخه کې، له امنیت څخه نیولې تر هر ډول همکارۍ پورې چې په موږ پورې اړوندېږي، موږ ټول په خدمت کې یو.» 

د اوبو کمښت یو له هغو ننګونو ده،چې تل یې د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دا مهال د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او د اوبو او برېښنا له وزارته غواړي، چې دې مسألې ته پام وکړي.

د کابل اوسېدونکی فیض‌الله وویل:«موږ صحي اوبو ته لاسرسی نه‌لرو، په ځلونو له دغې ستونزې سره مخ وو اوبه مو نه‌لرلې او اوبه بندې شوې وي.»

د کابل بل اوسېدونکی ګل آغا هم وايي:«شپې او ورځې ماشومان مو بشکې په لاس او د اوبو د چمتو کولو لپاره کوښښ کوی چې له هره ځایه اوبه راوکړي.» 

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د پنجشیر له سینده کابل ته د اوبو لېږد شاوخوا ۱۷۰ مېلیونه ډالره لګښت لري، چې د دغه وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه