Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت: د کاسا - زر کار له اختر وروسته پېلېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت طلوع‌نیوز ته وایي چې د کاسا - زر پروژې عملي چارې به تر کوچني اختر وروسته پېل شي.

د یاد وزارت د ویاند مطیع‌الله عابد په وینا، کاسا - زر پروژه به تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې ګټې اخیستنې ته سپارل شي چې له بشپړېدو سره به یې افغانستان په کال کې د ټرانزیټ له لارې ۷۵ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي.

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د کاسا - زر پروژې کار ودرول شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد څرګندوي:«نړۍوال د دغې سیمه‌ییزې پروژې تمویل ته راودانګل، دغه پروژه به ان‌شاالله له اختر نه وروسته عملي چارې پېل کړي، او په ۲۰۲۶ کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه په هر اړخیزه توګه باندې د افغانستان په ګټه ده.»

د کاسا زر پروژې ارزښت ۱.۲ میلیارده ډالره دی، چې په افغانستان کې ۲۶۰ میلیونه ډالره لګښت لري، چې ۱۶۰ میلیونه ډالره یې د جمهوریت پر مهال د نړۍوال بانک له خوا ورکړل شوي او د دې پروژې پلي کېدل د هېواد پر اقتصادي ودې هم اغېز لري.

د افغانستان برېښا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب په دې هکله وویل:«افغانستان کولای شي د کال ۵۰ مېلیونه د ټراڼزیټ فیس ترلاسه کړي، د کال ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي او د برېښنا او امنیت ذ تامین له اړخه د کاسا - زر د پیسو له صندوقه د کابو دوه تر درې مېلیونه ډالرو څخه هم برخمن کېږي.»

په افغانستان کې د کاسا زر پروژه د کندز، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې له ۶۰۰ ځایونو تېرېږي چې په عملي کېدو سره به یې دغه ولایتونه له برېښنا برخمن شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:«د حکومت په څنګ کې دوی په خپله پیسې ترې اخیستې، محصول یې ترې اخیسته، اوس د دغسې پروژو د تطبیق لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او د دې لپاره باید حکومت خپله یو پلاون او سټراټېژي ولري.»

د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا سوېلي اسیا ته د برېښنا د لېږد په برخه کې یوه له مهمو پروژو ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې طرحه جوړه شوه، په ۲۰۱۰ کال کې یې هوکړه لیک لاسلیک شو او په ۲۰۱۸ کال کې د قرغیزستان تاجیکستان، افغانستان او پاکستان د هېوادونو ترمنځ بېلابېل تړونونه لاسلیک شول.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د کاسا - زر پروژې په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د دغې پروژې په اوږدو کې د ۴۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت بېخ‌بنایي پروژې هم پلې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه