Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۷۱ مېلیون ډالرو له پانګونې سره د «نیله‌باع» پروژې پرانیسته

د «نیله‌باغ» استوګنزه پروژه د یوه چینايي شرکت له خوا د ۷۱ مېلیون ډالرو له پانګونې سره پرانیستل شوه.

د کور او ښار جوړونې وزارت د چارواکو په وینا په دې پروژه کې په ۵۶ بلاکونو کې به د استوګنې ۱۴۰۰ اپارتمانونه جوړ شي او چارې به یې هم د دغه وزارت تر څارنې لاندې په ۳ کلونو کې بشپړې شي.

د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني سرپرست په دې هکله وویل:«چې په دغه نیله‌باغ ښارګوټي کې په ۵۶ بلاکونو کې، ۱۴۰۰استوګنیز کورونه او بیا د دوی په غاړو باندې نور سوداګریزې جګپوړې ودانۍ چې په هغو کې په خپله افغاني پانګوال هم کولای شي پانګونه وکړي»

په افغانستان کې د چین سفیر جاوشنیګ هم وايي:«نن زه او تاسو عملًا د افغانستان لپاره د چین له خوا د نیله‌باغ ښارګوټي د پرانیستلو په دې سترې غونډې کې چې د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې مرسته شوې، حضور لرو، زه ویاړم او افغانانو ته د دې پروژې مبارکي وایم.»

د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له چینه غواړي چې له افغانستان سره د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې ګډ کار وکړي. ملا عبدالغني برادر دغه راز ټينګار کوي چې اوس په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې او کورني او بهرني پانګوال کولای شي د صنعت، کرنې، سوداګرۍ او برېښنا تر څنګ په ودانیزو پروژو کې هم پانګونه وکړي.

ښاغلي برادر زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د چین له ولسي جمهوریت څخه د نیله‌باغ پروژې د عملي چارو د پېل له امله مننه کوي او تمه لري چې له دغه ګونډي هېواد سره به د سیمه‌ییز اتصال په څېر مهمو مسایلو کې په ګډه او همغږۍ کار وکړي.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال وایي چې اسلامي امارت د سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو سره ښې او نیکې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته کومه ستونزه پېښه نه شي. عبدالسلام حنفي دغه راز ټینګار کوي چې فساد له منځه وړل شوی او دغه راز تېرکال د ځینو بیخ بنایي پروژو کار هم پېل شوی دی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې هکله وویل:«د امنیت تامین ستر الهي نعمت دی چې له کلونو وروسته د افغانستان ملت له هغې برخمن شوی او اداري فساد چې بل مصیب و، الحمدالله چې له‌منځه تللی دی.»

ملا عبدالغني برادر د کور او ښارجوړونې له وزارت او کابل ښاروالۍ هم غواړي چې، په کابل ښار کې په ودانیزه برخه کې شته ستونزې پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې ودانیزې چارې پېل شي څو له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د بېخ بنا صنعت پراخ شي.

د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له چینه غواړي چې له افغانستان سره د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې ګډ کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه