Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کانونو وزارت: ولایتونو کې به د قیمتي ډبرو د را ایستنې جوازونه صادر شي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په نږدې راتلونکې کې به په هېواد کې د ګران بیه ډبرو د کانونو د راوېستنې لپاره جوازونه صادر شي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، په نږدې راتلونکې کې به په بدخشان، پنجشېر، کابل، نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو کې د یاقوت، لاجورد او بېروج په ګډون د ګران بیه ډبرو د کانونو د راوېستنې جوازونه صادر شي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د دغو کانونو د چارو په پیلېدو سره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

همایون افغان وايي، تر اوسه په پنجشېر کې د زمرد د ۵۵۰ کانونو د راوېستنې لپاره جوازونه ورکړ شوي او ورسره د یاقوت، لاجورد او بېروج د ډبرو د راوېستنې بهیر پیل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: په کونړ، لغمان او نورستان کې د قیمتي ډبرو د رایستلو لپاره کړنلاره جوړه شوې ده چې هغوی ته به هم جوازونه ورکړ شي. او په ولایتونو کې به د قیمتي ډبرو را ایستنه هم پیل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ګران بیه ډبرو د کانونو اهمیت ته په اشارې سره وايي، د دغو ډبرو د پروسس چارې هم باید په کور دننه وشي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي طلوع نیوز ته و ویل: له اسلامي امارت مخکې به دغه قیمتي ډبرې ټولې په قاچاق سره وړل کېدې، په ځانګړې توګه د پاکستان مالګې منډوي کې به وې، قاچاق کېدې نو ځکه به یې افغانانو ته کومه ګټه نه وه.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي هم د ګران بیه ډبرو پر معیاري راوېستنې له ټینګار سربېره وايي، په اوس وخت کې تر ډېره دغه ګران بیه ډبرې په غیر معیاري ډول راوېستل کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان په دې تړاو و ویل: موږ هم په کانونو کې ډیر کار کړی دی او راته مالوم دي، دغه اوسنی وضعیت زموږ په ګټه نه دی. حکومت باید ورو ورو د قیمتي ډبرو په را ایستنه کې معیاري کار وکړي ځکه زموږ اوسنی وضعیت غیر معیاري دی. غیر معیاري په دې مانا چې موږ د اړتیا وړ وسایل او وسایط نه لرو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو لمخې، د نفرایت او کرومایت په څېر د نیمه ګران بیه ډبرو د پلور لپاره د ختیځ زون په کچه په ننګرهار کې یو لوی مرکز جوړ شوی او ټاکل شوې چې، د ګران بیه ډبرو د پلور لپاره هم یو لوی مارکېټ جوړ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ګران بیه ډبرو د کانونو اهمیت ته په اشارې سره وايي، د دغو ډبرو د پروسس چارې هم باید په کور دننه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه