Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر کال په لړ کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۶۵ سلنه کموالی راغلی

د صنعت او وسوداګرۍ وزارت د تېر کال په لړ کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې د ۶۵ سلنې له کموالي خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱۷۴ مېلیونو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هغو د صادراتو ارزښت ۴۹۷ مېلیونه ډالرو ته رسېده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د ۱۷۴ مېلیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکرو صادرات وو چې، د پاکستان، ترکیې، ایران او هندوستان هېوادونو ته صادر شوي دي.»

سوداګر امید حیدري هم په دې هکله وویل:«د افغانستان کانونه د پانګوالو او هم د دولت لپاره ښه عایداتي سرچینه ده. موږ اړتیا لرو چې د بهرنیو هېوادونو اړتیاوې له سوداګریزو هوکړ‌و لیکونو سره چې ترسره کېږي پوره کړو. په دې وروستیو کې زموږ صادرات کم شوي او موږ د صادراتو لپاره بدیل بازارونه پیدا کړو.»

بل پلو، د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې بهر ته د صادراتو په برخه کې د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره بدیل بازار پیدا کړي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې اوس‌مهال د ډبرو سکرو د کانونو د استخراج چارې په قانوني ډول روانې دي.

د کانونو اوپټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«پاکستان ته صادرېږي، خو موږ د سیمې او نړۍ په کچه د بدیلو بازارونو په لټه کې یو. او له نېکه مرغه په دې برخه کې بېلابېلو بهرنیو شرکتونو رجوع کړې ده او د ډبرو سکرو په برخه کې د سترو تړونونو د تړلو غوښتونکي دي.»

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان هم څرګندوي:«که‌چېرې د ‌‌ډبرو سکرو د ایستلو وړتیا میکانیزه شي او د هغه ایستل زیات شي چې موږ وکړای شو هم صادرات ولرو او هم وکړای شو د افغانستان بازار تامین کړو، له اقتصادي پلوه د افغانستان خلکو ته ښه عاید ور په برخه کېږي.»

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي چې د ډبرو سکرو پراستخراج  باید زیاته پانګونه وشي، څو له دغو کانونو  د هېواد د اړتیا وړ انرژي تولید شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«موږ د کال د برېښنا له امله مېلیونه ډالره ګاونډیو هېوادونو ته ورکوو او افغانستان لا هم په وارداتو تکیه دی د افغانستان صنایع په ټول کې د افغانستان تولیدي کارخونې د انرژۍ او برېښنا له کموالي سره مخ دي. په هغه صورت کې چې موږ وکړای شو له خپلو کورنیو سرچینو انرژي تولید کړو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو څخه، له شک پرته دا کېدای شي چې موږ په بېلابېلو سکټورونو کې د پام وړ ودې شاهد واوسوو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د ډبرو سکرو د زیرمو یو کمربند لري چې ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۳۵ تر ۴۰ کیلومتره سور لري، چې له بدخشانه پيلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي او د دغو کانونو د استخراج چارې کورنیو شرکتونو ته سپارل شوې دي او ترې د ترلاسه کېدونکو عوایدو لویه برخه د لویو پروژو لکه د قوش تېپې د کانال، د بغلان د سمنټو د تولید د فابریکې او نورو پروژو د تمویل لپاره کارول کیږي او د هېواد د ډبرو سکرو په کانونو کې سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې بهر ته د صادراتو په برخه کې د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره بدیل بازار پیدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه