Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پروان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

په پروان کې د بېلابیلو ولایتونو د سوداګرو په حضور کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه نندارتون کې د پروان ولایت پر سوداګرو سربېره د کابل، هرات، بلخ او کندهار ولایتونو سوداګرو هم ګډون کړی دی.

د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې د دغه نندارتون له جوړېدو يې موخه د کورنيو توليداتو ملاتړ دی او مېرمنو هم په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنايع او توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد یاسر و ویل: «موږ شاوخوا ۱۰۰ غرفې په پام کې نیولي دي، چې یوه برخه یې د ښځو لپاره هم په پام کې نیول شوې ده.  او دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، هېوادوال کولای شي له کورنیو تولیداتو لیدنه وکړي.»

د پروان ولایت مسوولان ډاډ ورکوي چې د صنعت د ودې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.

 د پروان ولایت د مقام مرستیال، ادریس انوري هم و ویل: «په واقعیت سره، چې هر چیرې یې تولیدات نندارې ته ایښي دي، د استفادې وړ دي او د هر هېواد له تولیداتو سره سیالي کولای شي.»

له دې سره هممهاله یو شمېر ګډونوال د نندارتونونو جوړېدل خپلو تولیداتو ته د ښې بازار موندنې لپاره ګټور ګڼي.

 یوه غرفه لرونکي، مختار رؤفي و ویل: «دا نندارتون د افغانستان د محصولاتو د معرفي کولو یوه دریڅه ده او مستهلکین کولای شي هغه څه چې تولیدوي، معرفي کړي.»

د دغه نندارتون لیدونکي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره اغېزناک بولي.

د دغه نندارتون لیدونکی، تورګل وايي: « د نندارتونونو جوړول ډیر ښه دي. ځکه چې دا نه وي موږ نه پوهیږو چې په افغانستان کې څومره پرمختګونه کیږي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې په ۱۴۰۳لمریز کال کې به په هېواد کې دننه او بهر شاوخوا ۳۳ نندارتونونه جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه