Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اترا: اتو میاشتو کې طالبانو د مخابراتي شبکو ۲۲۰ ستنې ویجاړې کړي

د مخابراتي خدمونو د تنظیم یا اترا اداره وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې طالبانو د  مخابراتي شبکو ۲۲۰ ستنې له منځه وړې دي.
 
دغه اداره په هېواد کې د مخابراتي شبکو په وړاندې د ګواښ زیاتوالی بې مخیني ګني او په دې اړه اندېښمنه ده.

د مخابراتي خدماتو د تنظیم یا اترا ادارې د شمېرو له مخې د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو ۲۲۰ پایې د طالبانو او نورو باج اخیستونکو ډلو لخوا ویجاړې شوې دي چې دغو شرکتونو ته له ۳۳ تر ۵۵ مېلیون ډالرو زیان رسېدلی دی.

د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې د څارنې او کنټرول رییس سید حارث میر په دې اړه وویل:«دا ۲۲۰ پایې په دې مانا دي چې د هېواد په ۲۲۰ سیمو کې خلکو په دایمي او یا هم د لنډ مهال لپاره مخابراتي خدمتونه له لاسه ورکړي.»

کندز، فراه، غزنی، زابل، بغلان او بلخ هغه ولایتونه دي چې د اترا ادارې په وینا د نورو ولایتونو په پرتله پر مخابراتي شرکتونو ډېر بریدونه شوي دي.

پر مخابراتي شرکتونو د ګواښونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د اترا ادارې په وینا ډېری دغه شرکتونه په ناامنو سیمو کې د شپې له خوا خپل فعالیتونه ودروي او په مقابل کې دغو شرکتونو د خدماتو د وړاندې کولو لګښتونه لوړ کړي دي.

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي دې ته اړتیا ده چې د دغو ستونزو د هواري لپاره امنیتي ادارې اقدام وکړي.

د ولسي جرګې غړې ریحانه آزاد وايي:«حکومت هم مسوولیت لري چې په دې برخه کې همکاري وکړي، او د مخابراتي شبکو په وړاندې د ګواښ مخنیوی وکړي.»

د ولسي جرګې بله غړې نیلوفر جلالي کوفي هم څرګندوي:«خلکو ته یې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي او خلک له ننګونو سره مخ دي او غوښتنه یې دا ده  چې دغې ستونزې ته پاملرنه وشي.» 

د مخابراتي خدماتو د تنظیم یا اترا ادارې د شمېرو له مخې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې په هېواد کې د مخابراتي شبکو له رامنځته کېدو راهیسې کابو ۱۱۰۰ مخابراتي پایې په ترهګریزو بریدونو کې ویجاړې او یا هم زیانمنې شوې دي. 
 
شریک یي کړئ