اجرائیه ریاست د سوداګرو له لورېی د مالي د ورکړې په برخه کې د ستونزو پر هواري او په هېواد کې د پانګوَنې په برخه کې د اسنتیاوو پر رامنځ ته کولو تینګار کوي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وایي چې د سوداګرو له لورې د مالیې دورکولو په برخه کې د ستونز د بنسټيزې حل لارې په موخه تمه ده چې د د اجرائیه ریاست مالې او عدلیې وزارتونو د استازو ترمنځ یو ناسته جوړه شي.
جاوید فیصل زیاتوي:«موخه دا ده چې څنګه د کارو بار لپاره لازمه زمینه برابره کړو او د سوداګرو ستونزې هوارې شي.»
د سوداګریو خونو ویاند، صیام پسرلی څرګندوي چې مالیاتي ستونزېپه هېواد کې د سوداګرۍ د زوړې لامل شوی دی او که ورته پام ونه شي نو سوداګر به نور په هېواد کې پانګونه ونه کړي.
ښاغلی پسرلي زیاتوي:«موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې شته ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړو، او که دا ستونزې هوارې نشي نو سوداګر به پانګونه ونه کړي.»
د سوداګریو او صنایعو خونو ویاند همداراز وايي چې په هېواد کې د کارخونو لپاره د برېښنا ستونزې هوارۍ په موخه حکومت ژمنه کړې وه، دا چې د ورځې به لږ ترلږه ۸ ساعته برېښنا کارخونو ته ورکوي، خو اوس ډېر شمېر کارخونې په ورځو ورځو برېښنا نلري.