Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه مالیاتو عواید کې ۷۷ مېلیونه کمښت

د مالیې وزارت وايي چې د روان کال په پنځو لومړنیو میاشتو کې پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنې لګېدلو مالیاتو په عوایدو کې ۷۷ مېلیونه افغانۍ کمښت راغلی دی.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي چې د سږني مالي کال د لومړيو پنځو میاشتو کې په دغې برخه کې، یو مېلیارد او ۳۲۳ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي؛ په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال له ورته مهال سره یو مېلیارد او ۴۰۰ مېلیونه افغانۍ و.
 
ښاغلي مسجدي زیاته کړه:«په ۱۳۹۹ مالي کال کې ... کابو یو اعشاریه درې مېلیارده افغانۍ او له بده مرغه ۷۷ مېلیونه کموالی لرو.»

خو د ریل ټایم سیسټم رییس همایون غفوري عواید کابو د تېر کال په پرتله ۴۰۰ مېلیونه زیات ښيي:«د ریل ټایم سیسټم له لارې د جنورۍ له میاشتې تراوسه یو اعشاریه ۸۰۰ مېلیونه افغانۍ راغونډې شوې دي.»

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي او د مخابراتي خدمتونو مالیه ورکوونکي وایي چې د وخت د سنجولو یا ریل ټایم سسټم چې په مخابراتو وزارت کې یې جوړېدو کلونه وخت ونیو او مېلیونونه ډالره لګښت پرې راغلی؛ په دې برخه کې د روڼتیا او حساب ورکونې لپاره څه ګټه لرلې ده؟

د کابل اوسېدونکې آرزو وايي:«مالیه اخلي خو موږ نه پوهېږي چې دا مالیه چېرته ځي؟ نور نو خیانت بس دی.»
 
د کابل بل اوسېدونکی مصطفی هم وايي:«له هر چا نه مالیه اخلي؛ د ژوند سختو شرایطو ته په کتو دا زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.»

شاوخوا اته میاشتې وړاندې حکومت پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنه لګېدلو مالیاتو د عوایدو د څارنې لپاره د ریل ټایم سسټم جوړ کړ او هغه مهال یې وویل شول چې د دغه سسټم په فعالېدو سره به د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه مالیې عواید د پاموړ زیات شي؛ خو اوس لیدل کېږي چې د دغو عوایدو کره شمېر هم څرګند نه دی.

د ریل ټایم د سیسټم په شتوالي کې پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنه لګېدلو مالیاتو په عوایدو کې ۷۵ مېلیونه کموالی

شریک یي کړئ