د افغانستان او چین ترمنځ هوايي سوداګریز دهلیز نن(سېشنبې د لړم په ۱۵مه نېټه) د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شو.
د پرانیستنې په مراسمو کې ولسمشر او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان او چین ترمنځ د دهلیز په لومړۍ الوتنه کې به کابو ۲۰ ټنه ځنغوزې چین هېواد ته واستول شي.
ولسمشر غني وویل:«د افغانستان پر پټو خزانو لکه ځنغوزو، پستې او زېرې به ځانګړی پام وشي.»
ده همداراز زیاته کړه چې د هر کال به د لړم ۱۵مه د ځنغوزو ورځې په نامه لمانځل کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي هر کال افغانستان کې ۲۳ مټریک ټنه ځنغوزې تولید کېږي او وروسته له دې به دا محصول د افغانستان د نوم او نشان سره نورو هېوادونو ته صادریږي.
د راپورنو له مخکې له دې د افغانستان ځنغوزې د نورو هېوادونو د نوم او مهر سره به نړیوالو بارانونو ته صادریدې.