په سویس کې د ژینوا دوه ورځنی کنفرانس سبا (سه شنبه، د لېندۍ ۶مه) پیل شي او او بله ورځ (چهارشنبه، د لېندۍ ۷مه) به هم دوام کړي.
په دې کنفرانس کې چې د افغانستان په استازیتوب د حکومت د مشرانو په ګډون شاوخوا ۷۰ تنه برخه اخلي، د مرستندویه هېوادونو او سازمانونو هم د سلو شاوخوا استازي برخهوال دي.
په دې غونډه کې به افغان حکومت په راتلونکو کلونو کې د نړۍوالې ټولنې د مرستو پر جلبولو سربیره د افغانانو په مالیکیت د سولې پر بهیر ټینګار وکړي .
د مالیې وزارت وایي چې تر اوسه د نړۍوالې ټولنې د مشروطو مرستو د جذب لپاره د افغان حکومت شاوخوا څلویښت سلنه ژمني عملي شوي دي اوپنځه څلویښت سلنه نورې ژمنې د عملي کیدو په حال کې دي .
د دې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي وايي: «د افغانستان دولت به د اداري فساد، د خصوصي سکتور ملاتړ، پایدار اقتصاد او همدارنګه د عدلي او قضايي ارګانونو په مالي او نورو برخو کې خپل راپورونه وړاندې کړي.»
په دې غونډه کې به افغان حکومت د مرستو د جذب لپاره د خپلو کړنو پر حساب ورکونې سربیره په هېواد کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نړۍ والې ټولنې پر نورو همکاریو ؛د خصوصي برخې پر ملاتړ او د پاېیدونکي اقتصاد پر ودې ټینګار وکړي .
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زبیر جوینده وايي دا غونډه د توکیو د متقابلې حساب ورکونې په چوکاټ کې جوړېږي: «د جینوا ناسته د توکیو د متقابل حساب ورکونې په چوکاټ کې جوړېږي، چې په ۲۰۱۲ز کال د توکیو ناسته کې طرحه شوی و.»
حکومتي چارواکي دا هم وایي چې په دې غونډه کې به له نړۍ والې ټولنې سره؛ تر ۲۰۲۴ز کاله د ملي بودجې د برابرولو په برخه کې ځانبسیاینې ته د افغانستان د رسیدو کړنلارشریکه شي .
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حسیب الله موحد په دې اړه وايي: «داسې ستراتېژي چې وکولی شي افغانستان د ځانبسیاینې په لور بوځي، ښه ستراتېژي به وي، که موږ داسې ستراتېژي ولرو، نو د افغانستان د اقتصاد د پرمختیا هیله لرلی شو.»
دې غونډه کې به د بروکسل ناستې (۲۰۱۶ز) کې شوې دوه اړخیزې ژمنې هم وڅېړل شي، چې ماليې وزارت وايي دوی د خپلو کړو چارو راپورونه تیار کړي دي.
په اړه يې د ماليې وزارت شمعروزخان مسجدي د لېندۍ پر لومړۍ وویل، چې دوی د بروکسل ناسته کې د کړېو ژمنو اړوند معلوماتو ورکولو ته تیار دي: «د ماليې وزارت خپل تیاری لري، موږ خپل ټول کاري راپورونه برابر کړي، دې ته تیار یو، چې نړیوالو همکارانو ته يې وړاندې کړو. »
هغه زیاته کړه، دوی له دې غونډې هیله لري چې نړیوال لا هم مرستو ته دوام ورکړي: «زموږ هیله دا ده چې د نړیوالې ټولنې مرستې نوې شي، دا داسې کنفرانس نه دی چې موږ ته د پیسو ژمنې راکړل شي، خو تجدید پکې کېدلی شي.»