ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ کور جوړونې په تصدۍ کې له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو او قطعاتو د کارخونې کارپیل په غونډه کې وویل چې دغه کارخونه د ورځې له ټکنالوژۍ سره سمبال شوې او باید د هغه وړتیا لوړه شي.
د کورجوړونې د تصدۍ په یوې برخه کې له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې د یوه ترکي شرکت په مرسته نن خپل کار پېل کړ.
ولسمشر وايي، له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو د جوړولو فابریکه پر عصري ټکنالوژۍ سمباله ده او باید د دې فابریکې ظرفیت زیات شي.
نوموړی دغه راز له خصوصي برخې غواړي چې د دې فابریکې د پراختیا او د یوه لوی ودانیز کمپلکس د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
ښاغلي غني وویل:«د افغانستان ټولو خلکو د ودانیزو تړونونو په اړه شکایت درلود. اوس پوهېږو چې د یوه شي بیه څومره ده، په رڼه توګه، کیفیت لرونکې او بیه یې هم څرګنده ده.»
اخوا ولسمشر وايي، په تېر کې یې د ښوونځيو د جوړېدو لګښتونه وار د مخه ورکړي دي خو د ښوونځیو د جوړېدو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.
ښاغلي ولسمشر وویل:«په تېر کې د پوهنې وزارت، ولې د بې باورۍ فضا رامنځته کړې وه؟ ځکه چې په سلګونه ښوونځي پیل شول خو پای ته ونه رسېدل. کلونه تېر شول او په سلګونه نور ښوونځي، د تهداب مخ ونهلید په داسې حال کې چې مخکې ورکړې شوې وې. د څه باندې سلو ښوونځیو مخکې ورکړې، ورکړل شوې وې.»
اخوا د ښار جوړونې چارو وزیر وایي، په لومړیو کې هېڅ یو خصوصي شرکت چمتو نه وو چې له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو د فابریکې پر جوړېدو پانګونه وکړي او حکومت په دې تړاو ګام پورته کړ ترڅو خصوصي برخه وهڅول شي او اوسمهال درې کورني شرکتونه او یو بهرنی شرکت حاضر دي چې په هېواد کې له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ښار او کور جوړونې چارو وزیر سیدسعادت منصور نادري په دې اړه زیاته کړه:«له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو د کارخونې له فعالیت سره، کولای شو په یوې ورځ کې درې زره مټره مربع تولید کړو چې په یوه کال کې د څه باندې یو مېلیون مټر مربع تولید وس لري، په داسې حال کې چې په یوه ورځ کې دوه وخته اته ساعته کار وکړو.»
له مخکې د جوړو شویو ودانیزو توکو او قطعاتو د فابریکې د کار طریقه داسې ده چې د یوې ودانۍ د رغولو ټولې برخه په دې کارخونه کې تولېږي او یوازې د نصبولو کار یې د نصب په ځای کې ترسره کېږي.
دا ډول ودانیزه کړنه تر دې وړاندې په یو شمېر دولتي ودانیو او مکروریانو بلاکونو کې عملي شوي ده.
اخوا د کورجوړونې د تصدۍ مسوولین وايي چې په لومړي ځل دغه فابریکه په هېواد کې د شاوخوا اته زره ښوونځیو د جوړېدو ګام پورته کوي.